ژبه

داتصالاتو چینلج کپ کرکټ سیالۍ، مس عینک زون بند امیر ته ماتې ورکړه

حکمت

۲۰ چنګاښ ۱۳۹۱ - ۲۰:۳۰

Views: ۱۲۸

کابل(پژواک ٢٠چنګاښ ٩١) : د هیواد د پنځو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنخ د پیل شویو اتصالاتو چیلنج کپ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن د مس عینک زون لوبډلې د بند امیر  زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

  د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پنځو زونونو ترمنځ دا سیالۍ د چنګاښ په ۱۵مه، د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې پيل شوې چې ۱۳ ورځې به دوام کوي.

 خبرپاڼه زياته وي ، چې نن ددې سیالیو په لړ کې د مس عینک او بندامیر زونونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، ددې لوبې پچه د مس عینک  زون لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د لوبې کولو پریکړه وکړه.

 سرچينه کاږي ، د مس عینک زون لوبډلې په ۴۷ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۹ منډې جوړې کړې او بندامیر  ته یې د ۲۶۰ منډو هدف کیښود.

 دغه راز، د مس عینک له لوري رید ځدران ۷۸ او غمي ځدران ۴۷ منډې جوړې کړې او د بندامیر له لوري قادر پنځه لوبغاړي وسوځول.

 د بند امیر لوبډلې یاد شوی هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۹ اورونو کې په ۱۲۷ منډو وسوځیدله.

 سرچينه وايې ، چې د مس عینک له لوري رحمت شاه او احسان څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

رحمت شاه ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.