پل علم (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د ملي اردو چارواکي وايي، چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ په پروني ځانمرګي بريد کې د ملي اردو درې سرتېري او يو ژباړن وژل شوى دى.
په لوګر کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق د چنګاښ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد پرون مازيګر د يوه موټر په وسيله ترسره شو.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټر ته په برکي برک ولسوالۍ کې د ملي اردو د قرارګاه دروازې مخې ته چاودنه ورکړه.
نوموړي وويل، چې په دې پېښه کې يو افغان ژباړن او درې سرتېري وژل شوي، درې نور سرتېري ټپيان دي.
جنرال رازق هغه راپورونه رد کړل، چې ګوندې په دغه بريد کې درېيو بريد کوونکو برخه اخيستې وه او دوه يې قرارګاه ته دننه ننوتلي وو.
پرون په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو، چې يوه بريد کوونکي ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړې او دوه نور له افغان سرتېرو سره په نښته کې ښکېل شوي دي.
د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتېري او يو ژباړن وژل شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعا کوي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې لسګونو افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن