ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوروز منګل : له استراليا سره په ترسره کېدونکې  لوبه کې برخه اخلم

نوروز منګل : له استراليا سره په ترسره کېدونکې لوبه کې برخه اخلم

author avatar
30 Jul 2012 - 15:33
نوروز منګل : له استراليا سره په ترسره کېدونکې  لوبه کې برخه اخلم
author avatar
30 Jul 2012 - 15:33

کابل ( پژواک، ٩ زمرى ٩١ ) : د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي ، چې ماته شوې ګوته يې په مخ ښه کېدو او  استراليا سره په کېدونکې يوه ورځنۍ نړيواله لوبه کې برخه اخلي.

د روان لمريز کال د غبرګولي په ٢٦مه، په کابل کې د ١٩ کلنو ځوانانو لوبډلې سره د يو ورځنۍ لوبې پر مهال د نوروز منګل منځنۍ ګوته ماته شوه  او تر جراحي عملياتو وروسته ډاکټرانو ورته د ارام کولو مشوره ورکړې وه.

نوروز منګل ،چې  اوسمهال په خوست ولايت کې په خپل کور کې دى، د زمري په ٩مه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل ، چې ګوته يې مخ په ښه کېدو ده.

هغه زياته کړه، چې لس ورځې مخکې يې ډاکټرانو له ګوتې څخه هغه سيخونه ووېستل، چې د جراحي عملياتو پر مهال يې د هډو د رغېدو په موخه ځاى پر ځاى کړي وو.

نوموړي وويل : (( ډاکټرانو راته ويلي ، چې يوه اوونۍ وروسته د فيلډنګ او کيچنګ تمرينات پيل کړم ، خو بيټنګ اوس هم پرې کولى شم.))

د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل هيله مند دى ، چې استراليا سره ترسره کېدونکې يوه  ورځنۍ نړيوالې لوبې پورې به يې ګوته په بشپړه توګه ښه او په دې سيالۍ کې به د لوبېدو جوګه شي.

له استراليا سره دافغانستان دغه يو ورځنۍ نړيواله لوبه به د روان زېږديز کال د اګست په ٢٥مه، د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې د افغانستان په کوربه توب ترسره شي .

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ددې سياليو لپاره ٢٥ لوبغاړي اعلان کړي، چې تر روزنيز کمپ څخه وروسته به ١٥ تنه لوبغاړي دې سيالۍ ته ځانګړي شي.

د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وايي، چې له استراليا سره کېدونکې سيالۍ کې دوى له يوه قوي پلان سره ګډون کوي.

هغه زياته کړه، چې دافغانستان کرکت بورډ له يادې سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په شارجه کې د ملي لوبډلې لپاره د تمريناتو په موخه د روزنيز کمپ بندوبست کړى ، چې دا به د راتلونکې سيالۍ لپاره ګټور ثابت شي .

نوموړي وويل ،چې د شارجې لوبغالى د سست توپ اچوونکو (سپنرانو) لپاره مناسب دى، خو بيا هم دوى به د لوبې په ورځ ميدان ته په کتلو سره پياوړې لوبډله اعلانوي.

د ملي لوبډلې کپتان زياتوي، چې دوى له هغې لوبې څخه ډېره تجربه ترلاسه کړې، چې څو مياشتې مخکې يې له پاکستان سره په شارجه کې ترسره کړې وه.

د هغه په وينا، که څه هم افغانانو دغه لوبه بايلوده، خو خپله وړتيا يې نړيوالو ته وښوده او هيله يې څرګنده کړه، چې له استراليا سره به يې لوبـډله هم ښه لوبه وکړي.

نوموړي د حميد حسن په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه ډېر پياوړى لوبغاړى دى او هغه هم خپل تمرينات پيل کړي دي.

خو له استراليا سره په  ترسره کېدونکې سيالۍ کې د هغه د ګډون په اړه نوروز منګل وويل، چې ډاکټران به په دې اړه پرېکړه کوي.

منګل زياته کړه : (( د استراليا له سيالۍ وروسته په سريلانکا کې د شل اووريز کرکټ نړيوال جام پيليږي او انشاء الله حميد حسن به په دې سياليو کې ولوبيږي.))

د ملي لوبډلې کپتان وويل ،چې دوى له ځوانو لوبغاړو څخه ډېرې هيلې لري او هيله يې څرګنده کړه ، چې هغوى به هم په نړيوال جام کې ، چې دوه اوونۍ وروسته په استراليا کې پيليږي، ښه لاسته راوړنې ولري. 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.