کابل ( پژواک ۳۰ زمری ۹۱ ) : د امریکا لوی درستیز جنرال مارټن ډیمپسي، له خپلو قوماندانانو او افغان چارواکیو سره د خبرو په موخه کابل ته ورسېد.
امریکایي سرچینو ویلي ، چې په کابل کې به د امریکا د لوی درستیز د خبرو مهمه موضوع د افغان ځواکونو لخوا پر امریکایي او ناټو ځواکونو مخ په زیاتیدونکي بریدونه وي.
ټاکل شوې ، چې جنرال ډیمپسي په افغانستان کې د افغان چارواکیو تر څنګ ، د ناټو ځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان الن او دناټو او ایساف له نورو قوماندانانو سره هم وګوري.
دیادونې وړ ده ، چې د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې د افغان ځواکونو یا د هغوى په جامو کې دوسلوالو کسانو لخوا پر امریکایي او ناټو ځواکونو ۳۰ بریدونه شوي ، چې له امله یې شاخوا ۴۰ نړیوال سرتیري وژل شوي دي.
وروستى دا ډول بريد تېر ماښام د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو افغان پوليس وکړ . د ايساف ځواکونو ويلي ، چې په دې بريد کې د هغوى يو تن وژل شوى دى .
یواځې په تیرو دوو اونیو کې شاوخوا لس دا ډول بریدونه شوي دي.
دامریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وړمه ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر دا ډول بریدونو ژوره اندیښنه وښوده او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.
جنرال ډیمپسي کابل ته تر روانېدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له یادو بریدونو سره ، سره به تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش کې هیڅ بدلون نه راځي.
ډیمپسي تیره اونۍ په واشنګټن کې د امريکا له دفاع وزیر لیون پنیټا سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې په راتلونکې کې به افغانستان ته سفر کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن