ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځيني وکيلان: ولسمشر دې د مصلحتونو له مخې کسانه نه ګوماري

author avatar
3 Sep 2012 - 17:20
author avatar
3 Sep 2012 - 17:20

کابل (پژواک ١٣ وږى ٩١): د ولسي جرګې غړي د ولسمشر له خوا د درېيو وزارتونو او ملي امنيت رياست د مشرانو د نومولو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

حامد کرزي تېره ورځ بسم الله محمدي ملي دفاع ، غلام مجتبى پتنګ کورنيو چارو وزارت، حاجي دين محمد د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت ته او اسدالله خالد د ملي امنيت مشرۍ ته نومولي دي.

بسم الله محمدي د کورنيو چارو پخوانى وزير و، چې تېره مياشت د ملي دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ سره يو ځاى، له دې امله ولسي جرګې ترې د باور رايه واخيسته چې په هېواد کې ناامنۍ ډېرې شوې او د پاکستان د راکټي بريدونو د مخنيوي لپاره يې کافي هڅې نه دې کړي.

غلام مجتبى پتنګ اوسمهال د کورنيو چارو وزارت مرستيال دى او حاجي دين محمد د کابل د والي په توګه دنده ترسره  کړې. همداراز اسدالله خالد د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير دى چې پخوا يې د غزني او کندهار د والي په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ګل بادشا مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر د قانون له مخې حق لري، چې په خپله خوښه نوماند چارواکي د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژني.

خو هغه زياته کړه، چې په يادو څلورو تنو کې داسې کسان هم شته، چې جرمونه پرې ثابت شوي او بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.

مجيدي زياتوي: ((د دفاع پخوانى وزير او بسم الله محمدي د امنيتي سکټور ترڅنګ نه شي کولاى، په هېڅ سياسي پوست کې دنده ترسره کړي؛ ځکه دوى د جرګې پر وړاندې خپله بې کفايتي، بې مديريتي، نه ژمنتيا او بې خبري منلې، چې دغه ټول جرم دى او بايد څارنوالۍ ته معرفي شي.))

عبدالرحيم وردګ او محمدي ولسي جرګې ته ويلي وو، چې پر افغانستان د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه بې خبره نه دي او که د وسلوالو ځواکونو اعلى سر قوماندان ورته امر وکړي، تيار دي چې ځواب ورکړي.

مجيدي له ولسمشره غوښتنه وکړه، چې د ملي مشارکت په نوم بايد تر دې وروسته “مصلحتونه” په پام کې ونه نيسي او وړ کسان پر چارو وګوماري.

د ده په اند، په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې تر ټولو ډېرې ستونزې همدې مصلحتونو افغانستان ته پيدا کړې دي.

خو په ياده جرګه کې د کندهار استازى عبدالرحيم ايوبي بيا وايي، چې ياد څلور نوماندان ولسمشر پر ده د فشارونو له امله معرفي کړي دي.

خو هغه د يادو فشارونو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

ايوبي زياته کړه، چې ولسمشر بايد د ولسي جرګې پرېکړو ته احترام وکړي او هغه کسان چې جرګې رد کړي بيا يې جرګې ته معرفي نه کړي.

ده وايي: (( ولسمشر غواړي وکيلان او وزير ان سره مواجه کړي او د پارلمان جنازه ولولي.))

ايوبي د جرګې له غړو غوښتنه وکړه، چې د قوم، ژبې او سمت پر بنسټ هېڅ يو نوماند ته رايه ورنه کړي.

په ياده جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي هم وايي، چې د ولسي جرګې غړي بايد نوماند چارواکو ته د ملي ګټو په پام کې نيولو سره رايه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((محمدي کومه پټه څېره نه ده، د جهاد دوره او نور کارونه يې ټولو او په ځانګړي ډول وکيلانو ته ډېر ښه معلوم دي او وکيلان به د هغه تېر ته په کتنې سره هغه ته رايه ورکوي.))

اصولي وايي، چې اسدالله خالد ولسمشر ته يوه نږدې او ځوانه څېره ده، په بېلابېلو پوستونو کې يې کار کړى او ځينې لاسته رواړنې يې هم درلودې.

ده وويل، چې د يادو څلورو واړو نوماندانو په اړه تر اوسه جرګې ته مکتوب نه دى استول شوى.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.