واشنګټن (پژواک ١١ تله ٩١): د امريکا د دفاع وزير له نوو افغان وزيرانو سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د افغانستان د وروستيو امنيتي حالاتو او داخلي بريدونو په اړه خبرې وکړې.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج لېټل پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې ليون پنيټا په دې اړيکه کې خپل افغان سيال جنرال بسم الله خان او د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ ته د هغوى د نوو دندو مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د دې ليدنې پر مهال افغان او امريکايي چارواکو د افغانستان د وروستيو امنيتي حالاتو، افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پر پروسې او د داخلي بريدونو په اړه خبرې وکړې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې اړيکې پر مهال په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو د روزنې او د داخلي بريدونو د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د افغان ځواکونو له خوا پر بهرنيو ځواکونو د بريدونو لړۍ ُتنده شوې او د روان زېږديز کال له پيل راهيسې په ٣٥ دا ډول بريدونو کې شاوخوا ٥٣ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايي دي.
د جارج لېټل په وينا، د دفاع وزير پنيټا د افغان امنيتي وزيرانو ستاينه وکړه، چې د افغان ملي ځواکونو په مسلکي کولو کې ډېرې هلې ځلې کوي او د خپل حکومت له خوا يې يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د يوه با ثبات افغانستان لپاره به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
بلخوا د امريکا د دفاع وزارت له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي، چې د سرحدي سيمو ستونزه دې د خبرو اترو له لارې په ګډه سره حل کړي.
د يادونې ده، چې تر کونړ وروسته پاکستاني ځواکونو د ننګرهار پر ګوشتې او لعلپورې ولسواليو هم د توپچي بريدونه پيل کړي او د سرحدي کليو اوسېدونکو ته يې د کوچېدو ګواښ کړى دى.
پرون د ملي دفاع وزير، د کورنيو چارو وزير، د ملي امنيت مرستيال او د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له يادو ولسواليو څخه ليدنه وکړه او پاکستان ته يې ګواښ وکړ، چې که ستونزه د خبرو له لارې هواره نه کړي، نو ځوابي نظامي غبرګون به وښيي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن