واشنګټن ( پژواک ١٠ ليندۍ ٩١ ) : د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان دسولې شورا له مشر سره دليدنې پر مهال د سولې له پروسې څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړ.
د افغانستان دسولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني په رسمي سفر امريکا ته تللى او پرون ناوخته يې د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن سره وليدل.
تر دې ليدنې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولينډ خبريالانو ته وويل ، چې مېرمن کلنټن د صلاح الدين رباني په مشرۍ دسولې د عالي شورا له هغو هڅو څخه ملاتړ وکړ، چې د سولې په اړه يې پيل کړې دي.
هغې زياته کړه ، چې دا ډېره د خوښۍ ځاى ده، چې افغانستان په دې پروسه کې پياوړي مشران لري ، چې د ټولو ګوندونو او اړخونو لخوا د منلو وړ دي .
تر دې ليدنې وروسته دامريکا د بهرنيو چارو وزېرې په واشنګټن کې يوې بلې غونډې ته د وينا پر مهال زياته کړه، چې په افغانستان کې د امنيت دلېږد پروسه په ښه توګه روانه ده.
د هغې په وينا، تر ٢٠١٤ کال پورې به دافغانستان حکومت د ټولو چارو مسووليت په خپله غاړه واخلي .
مېرمن کلنټن هيله څرګنده کړه، چې افغان حکومت به د اداري فساد پرضد کلکه مبارزه وکړي او د خپل اقتصاد د پياوړتيا لپاره به هلې ځلې دوه برابره کړي.
د افغانستان دسولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني تر دې مخکې افغانستان او پاکستان لپاره دامريکا له ځانګړي استازي مارک ګروسمان سره هم ليدلي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن