کابل (پژواک ٢٥ سلواغه٩١): افغان حکومت د ٣٤ زرو امريکايي سرتېرو وتلو د اعلان هر کلى کړى او وايي، چې د دوى له وتلو سره به هيڅ ډول ګواښ رامنځته نه شي.
دغه ټکى نن د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي رسنيو ته څرګنده او زياته يې کړه، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل به له مخکني پلان سره سم پلي شي.
تېره شپه د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپله کلنۍ وينا کې وويل، چې د ۲۰۱۴ کال تر لومړيو به له افغانستان څخه خپل ۳۴ زره سرتېري وباسي.
موسى زي زياته کړه، چې اوسمهال افغان ځواکونه له لوړې او بشپړې وړتيا څخه برخمن دي او په ٢٠١٤ کال کې به د هيواد د سراسري امنيت ترڅنګ،د بهرنيو هيوادونو د بريدونو پر وړاندې د دفاع وړتيا هم ولري.
هغه له امريکا سره د افغانستان اړيکو ته په اشارې سره زياته کړه، چې د دغو دوو هيوادونو تر منځ ټينګې اړيکې شتون لري او امريکا به له ٢٠١٤ کال وروسته هم د لسو کلونو لپاره له افغانستان سره مرستې کوي.
همدارنګه د هيواد ملي دفاع وزارت هم د امريکا له هغې پريکړې، چې د ٢٠١٤ کال په لومړيو کې به خپل ٣٤ زره سرتيري وباسي، هر کلى کړى.
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي پژواک ته وويل، چې افغان ملي اردو بشپړ تيارى لري، څو د هغو امريکايي سرتېرو پر ځاى، چې په دغه موده کې له افغانستانه وځي، ځاى ونيسي او د ٢٠١٣ کال په اوږدو کې به ټول امنيتي مسووليتونه پر غاړه واخلي.
اوسمهال په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ٦٦ زره تنو ته رسيږي او په پام کې ده، چې تر ٢٠١٤ کال پورې په افغانستان کې د امريکا جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسيږي.
په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر سلو زرو تنو ته رسېده.
اوباما د امريکا مشرانو جرګې ته په خپله کلنۍ وينا کې ونه ويل، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به د امريکا څومره پوځيان په افغانستان کې پاتې شي.
خو سپينې ماڼۍ مخکې ويلي، چې په افغانستان کې د جګړه ييز ماموريت تر پاى ته رسېدو وروسته د شاوخوا نهه زره امريکايي سرتېرو پاتې کېدل غوره ګڼي.
د افغان پوځ روزنه او ملاتړ د پاتې کېدونکو امريکايي پوځيانو دنده ښودل شوې ده.