ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځینو وکیلانو او د بلخ والي په نويوبریښنایي تذکرو کې د قوم د نوم دیادولو غوښتنه وکړه

ځینو وکیلانو او د بلخ والي په نويوبریښنایي تذکرو کې د قوم د نوم دیادولو غوښتنه وکړه

author avatar
19 Feb 2013 - 21:45
ځینو وکیلانو او د بلخ والي په نويوبریښنایي تذکرو کې د قوم د نوم دیادولو غوښتنه وکړه
author avatar
19 Feb 2013 - 21:45

مزارشريف ( پژواک د کب لومړۍ ۹۱ ) : په ولسي جرګه کې دشمال یو شمیر استازي او د بلخ والي په نوي جوړیدونکو بریښنایي تذکرو کې د قوم د نوم دیادولو غوښتنه وکړه.

دغه څرګندونې د بلخ والي عطامحمد نور او ځینو وکیلانو په مزارشريف کې د کب په لومړۍ نېټه، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول سره په ګډه غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کې، د بلخ ولايت د يو شمېر دولتي مسوولينو تر څنګ په ولسي جرګه کې د دغه ولايت ځينو استازو هم ګډون درلود، په پای کې يې د خبريالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.

مخکې له دې چې دواړه مقامونه د خبري ناستې په توګه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايي، د بهرنيو چارو وزير ته ځينې وړانديزونه وشول، چې يو يې په کې د وېشل کېدونکو تذکرو په اړه و.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت وکيل عالم خان ازادي د خپلو درې وړانديزونو په ترڅ کې، له حکومت څخه په وېشل کېدونکو تذکرو کې د بدلون غوښتنه وکړه.

نوموړي زياته کړه: ((تذکرې چې وېشل کېږي، څومره چې موږ معلومات لرو؛ د قومونو نومونه پکې نه راځي. دا خپله د افغانستان د ټولو قومونو پر وړاندې يو ظلم نه دی!؟))

د بلخ والي هم د ولسي جرګې د وکيل د غوښتنې ملاتړ وکړ او وېشل کېدونکې تذکرو کې يې د قوم نوم نه راخيستنه، د هويت ټکولو پاليسي وګڼله.

نوموړي زياته کړه: ((په دې کې شک نه شته، چې هېواد د افغانستان په نامه يادېږي، په دې کې شک نشته ، چې له هېواده دباندې ټول د افغان په نامه يادېږو؛ خو که تذکره وي او يا هر ډول اسناد وي او د قوم نوم پکې ياد نه شي؛ نو خلک يې د هويت ټکولو په توګه تعبيروي.))

د هغه په وينا که چېرې په تذکرو کې د قوم نوم رانشي؛ نو د دې معلومات په څنګه کېږي، چې په افغانستان کې کوم قومونه اوسېږي، څومره دي!؟.

د بلخ والي وويل، چې کله چې ټول خلک دا مني، چې د نشنليټي په برخه کې دې ورته افغان وليکل شي؛ نو د قوم نوم دې ولې ورسره ياد نه شي؟

نوموړي زياته کړه: ((په ډېرو محفلونو کې دا مسله يادېږی، شايد خدای مه کړه دا خبره ور ورو غټه شي. دا چې تاسو د کابينې مهم وزير ياست او ولسمشر صيب سره هم نږدې اړيکۍ لرئ. نو ښه ده، چې د خلکو دغه پيغام ورته ورسول شي، چې هغوی څه تصميم نيسي.))

د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول د تذکرو په اړه د شويو وړانديزونو په ځواب کې وويل، چې دی به د دوی غوښتنې مرکز ته ورسوي.

خو نوموړي زياته کړه: ((هيله کوم چې داسې ورځ په افغانستان کې راشي، چې قومونه هېڅ مصرح نه وی او موږ ټول چې د هر ځای يوو، د هر قوم چې يوو، يو ملت يوو، يو خلک يوو.))

د هغه په وينا، دی ننۍ ستونزې درک کوي؛ خو د دې هيله يې هم وکړه، چې په افغانستان کې دې داسې ورځ هم راشي، چې دغه ډول مسلې پکې هېڅ مطرح نه وي.

د غونډې په پای کې دواړو مقامونو د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو، د سولې د روانې پروسې او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.