کابل (پژواک ۱۸ وری ۹۲ ) : دزابل ولایت د مرکز کلات ښار په پروني ځانمرګي برید کې پنځو امریکایي دیپلوماتانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد پرون (د وري ١٧مه) له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې او ١٥ دقيقې د کلات ښار په منځ کې، د پي ارټي، ملکي روغتون او شېخ مټي لېسې ته څېرمه شوى دى.
ددې ځانمرګي برید موخه دزابل د والی محمد اشرف ناصري د موټرو هغه کاروان و، چې له ولایت مقام څخه په کلات ښار کې د شیخ متي لیسې ته روان و، والي له دې بریده روغ ووتلو، خویو ساتونکی یې ژوبل او د کلات روغتون یو ډاکټر ووژل شو.
په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې په دې برید کې درې پوځي او دوه ملکي امریکایان وژل شوي دي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د زابل د پيښې په وژل شویو کسانو کې یو امریکایی دیبلومات هم شامل دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پر دې پيښې سخت خواشینی شوی دی.
کیري زیاته کړې چې وژل شوې ښځینه دیپلوماته په کابل کې د امریکا په سفارت کې دنده ترسره کوله او یو زیرک کارکوونکې وه.
د هغه په وینا، په دې پيښه کې څلور نور امریکایي دیپلوماتان ټپي شوي هم دي.
وسلوالو طالبانو ددې بریدمسوولیت په غاړه اخیستی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن