ژبه

“د افغانستان په اړه د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې بدلون ناشونى دى”

جاويد هميم کاکړ

۲۱ غویی ۱۳۹۲ - ۱۹:۴۴

Views: ۱۶۰

کابل (پژواک ٢١ غويى ٩٢): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې په پاکستان کې د نوي رامنځته کېدونکي ملکي حکومت سره به د افغانستان په اړه د دغه هېواد په بهرنۍ تګلاره کې بدلون رانه شي.

په پاکستان کې پارلماني ټولټاکنې نن د غويي په ٢١مه، ترسره شوې؛ په دې ټاکنو کې د نوازشريف په مشرۍ مسلم ليګ ن، د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف او د اصف زرداري په مشرۍ د پيپل ګوند مخکښ ګوندونه دي او اټکل کېږي، چې له همدې ګوندونو څخه به يې دوه ايتلافي حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د پارلماني نظام له مخې، هغه ايتلاف او يا ګوندونه چې ډېرې پارلماني څوکۍ وګټي، نو په دې هېواد کې حکومت جوړوي.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره د پوځ او استخباراتي ادارې (اى اېس اى) په لاس کې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، که له دې ټاکنو وروسته هر ګوند يا ايتلاف حکومت جوړ کړي، نو د افغانستان په اړه به يې په تګلاره کې کوم بدلون رانه شي.

نوموړى وايي، پيپل ګوند د ملي ګټو پر ځاى د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره له لوېديځ او امريکا سره هر ډول معاملې ته چمتو کېږي؛ خو د نوازشريف مسلم ليګ ګوند بيا د لوېديځ پر ځاى خپلو ملي ګټو ته ترجيح ورکوي.

د حقيار په وينا، که ټاکنې د مسلم ليګ ن ګوند وګټي، نو دافغانستان لپاره به نسبي ګټور وي.

د سياسي چارو بل کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند هم په دې اند دى، چې په پاکستان کې حکومتونه بدلېږي، خو بهرنۍ تګلاره يې همداسې پاتې کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان په اړه د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې بدلون ناشونى دى.

نوموړى هم وايي، چې پاکستان کې اصلي واک له پوځ سره وي او رامنځته کېدونکي ملکي حکومتونه نه شي کولى بهرنيو تګلارو کې بدلونونه راولي.

د ډاکټر ځلاند په اند، پيپل ګوند يو ديموکرات او ولسواک ګوند دى او که دوى يې وګټي، نو د افغانستان لپاره به ښه وي.

د سياسي چارو کارپوه محمدنعمان دوست وايي، چې په نورو هېوادونو کې حکومتونه د معاملو له مخې نه رامنځته کېږي.

هغه پژواک ته وويل، پاکستان هم يو داسې هېواد دى، چې خپله پخوانۍ او اوږدمهاله بهرنۍ تګلاره لري او د حکومتونو په بدلېدو سره په کې بدلونونه نه راولي.

دى وايي، هغوى د يوې ورځې لپاره تګلارې نه جوړوي، خپلې ملي ګټې په دې تګلارو کې خوندي ساتي.

د دوست په وينا، هلته ډېر واک د پوځ دى، خو که يو پياوړى ملکي حکومت رامنځته شي، نو بيا ښايي د افغانستان په اړه ښه نظر ولري.