ژبه

کونړ کې کونډو ښځو ته د خياطۍ روزنيز پروګرام پيل شو

خان ولى سالارزى

۱ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۵:۴۹

Views: ۱۶۰

اسعداباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): په کونړ ولايت کې د ٢٠٠ بېوزلو کونډو ښځو لپاره د خياطۍ درې مياشتنى روزنيز پروګرام پيل شو.

د ولسمشر سلاکار وزير سجاع الملک جلاله د غبرګولي په لومړۍ نېټه د پروګرام د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد پروګرام د دولت په مالي مرسته په دې موخه جوړ شوى، څو هغه ښځې چې اقتصاد يې کمزوری دی، د کار زمينه برابره شي.

هغه زياته کړه، په دغه پروګرام کې هرې ښځې ته بېل بېل د جامو ګنډلو ماشينونه او د خياطۍ نور وسايل ځانګړي شوي دي.

د نوموړي په وينا، تر درې مياشتني روزنيز پروګرام وروسته په همدغه ماشينونه او نور وسايل د دغو ښځو شخصي ملکيت وګرځي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکواستازې ارين  يون وويل، چې دولت دا پروګرام يواځې د ښځو د پرمختګ او د خپلې کورنۍ لپاره د حلال رزق پيداکولو په موخه په لاره اچولی دى.

هغې له ټولو ښځو وغوښتل، چې له همدغه چانس  څخه ګټه پورته کړي او يو څه زده کړي او د خپلې کورنۍ د اقتصاد په پياوړي کولو کې دې برخه واخلي.

. د دغه روزنيز پروګرام يوې ګډونوالې مېرمن طوطيه پژواک اژانس ته وويل، چې د کورنۍ اقتصاد يې ډېر کمزوری دی ، خو زياتوي چې له دې سره به يې اقتصاد ښه شي.

د هغې په وينا، د اقتصادي له کمزورتيا سره سره خپل اولادونه ښوونځي او پر هغوى لوست کوي.
ځايي چارواکو پر دغه پروګرام د کېدونکي لګښت په اړه معلومات ورنکړل.