اسعد اباد( پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢) د کونړ نوي والي شجاع الملک جلاله د کار د پيل په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه،چې په دې ولايت کې به رشوت او اداري فساد له منځه وړي.
جلاله زياته کړه، هيچا ته به اجازه ورنه کړي،چې دافغانستان له نافذه قوانينو سرغړونه وکړي.
جلاله زياته کړه :(( زه په هپڅ بهرنۍ استخبارتي کړۍ پورې تړاو نه لرم،يو ريښتينى افغان يم او دکونړ په اداره کې هم داسې څوک نه منم،چې د افغانانو پر سر سودا وکړي.
نوموړي وايي، کونړ چې له پاکستان سره ګډه اوږده پوله لري ، نو دوى هم له پاکستان سره ښه تعلق او ښه ورورولي غواړي او له هغوي هم دا هيله لري، چې دکونړ پر خاوره نور توغندي راونه ولي.
ده زياته کړه: (( موږ به چاته ددې اجازه ورنه کړو، چې دکونړ خاوره د بل چا پر ضد استعمال کړي.))
نوي والي دکونړ په ټولو وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې راشي او له دولت سره يو ځای شي ،نوموړي له هغو وسله والو غوښتنه وکړه،چې د کونړ نه دي او په کونړ کې د دولت پرخلاف فعاليتونه کوي خپلو سيموته ولاړ شي او دسولې له پروګرام سره دې ځای شي.
والي ژمنه وکړه، هغه وسله وال چې د سولې له پروګرام سره يو ځاى کيږي مرسته به ورسره وکړي او د خونديتوب ساتنه به يې کوي.
ده وويل ،هغه کسان،چې دوستان او يا د کورنۍ غړي يې د دولت د وسله والو مخالفينو ملګري دي، سوله دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.
د خلکو په استازيتوب د ولايتي شورا رييس مياحسن عادل نوی والي ته ډاډ ورکړ، چې د کونړ ټول ولسونه به ورسره همکاري کوي.
نوموړي له والي غوښتنه وکړه، چې دامنيت ،سولې او تعليم د پرمختګ لپاره او همدارنګه د قاچاق د مخنيوي په موخه دې خپل ټول توان په کار واچوي،نو ولس ستاسې همکار دى.
د سيمې يو تن قومي مشر حاجي روح الله وکيل هم له والي غوښتنه وکړه،چې د کونړ دخلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي او په پراختيايي چارو کې هڅې وکړي.
دکونړ نوی والي دسيمه ييزو ارګانونو د اداري واحدونو د تشکلاتو د رييس عبدالغياث وردګ ، له خوا دکونړ خلکو ته وروپېژندل شو او نوي والي ته يې په خپلو چاروکې د برياليتوب هيله وکړه.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن