کابل(پژواک،١١ ليندۍ ٩٢): د چارو اداره وايي ، چې نياز محمد اميري د لوګر دوالي په توګه ټاکل شوى دى.
د دغې ادارې له خوا د ليندۍ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې اميري دولسمشر حامدکرزي د حکم پر بنسټ د لوګر دوالي په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينه ليکي، چې نياز محمد اميري د ولسي جرګې په تېره دوره کې د غزني دخلکو استازى و.
دسرچينې په وينا، د لوګر نوى والي له کاري تجربي او لوړو زده کړو څخه برخمن دى.
ديادونې ده، چې د لوګر پخوانى والي ارسلا جمال د تېر لوى اختر په ورځ د لوګر د مرکز پل علم په جامع جومات کې د چاودنې له امله ووژل شو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن