کابل (پژواک ٢٠ ليندۍ ٩٢): د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي،چې د هېواد له ٨ څخه تر ١١ پورې ناخالصه ملي عوايد، د نشه يي توکو له قاچاق او توليد څخه تر لاسه کېږي.
د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال محمد ابراهيم نن پژواک خبري اژانس ته وويل: ” تر لاسه شوي راپورونه څرګندوي، چې د هېواد له ١٠ څخه تر ١٥ ميلياردو افغانيو پورې ناخالصه عوايد، د نشه يي توکو له قاچاق او توليد څخه تر لاسه شوي دي.”
هغه زياته کړه، نړيوال قاچاق وړونکي هر کال د افغانستان له نشه يي توکو څخه ٦٨ ميليارده ډالره تر لاسه کوي، چې يواځې له ٥ سلنې څخه يې کورني قاچاق وړونکي او بزګران برخمن کېږي.
هغه زياته کړه، افغانستان تر دې مهاله د نړۍ ٧٤ سلنه ترياک توليدوي، چې دغه شمېره ډېره د اندېښنې وړ ده او په ياده موده کې په دې اړه هلې ځلې هم اغېزناکې نه وې.
هغه د نشه يي توکو د کرلو او توليد د مخنيوي اساسي او عمده لامل نا امني وبلله او ويې ويل: تر هغه مهال، چې په ټول هېواد کې امنيت ټينګ نه شي او په دې اړه بزګرانو ته کوم بديل پيدا نه شي، نو دغه شمېر صفر ته نه شو راکوزولى.
ازهر په دې اړه، چې نشه يي توکي له کومو لارو قاچاق کېږي؟ وويل، له هېواد څخه نشه يي توکي له درېيو لارو څخه قاچاق کېږي، له شمال څخه تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او روسيې هېوادونو ته ٩٥ مټريک ټنه، پاکستان ته له ختيځو سرحدونو ١٤٠ مټريک ټنه او ايران ته له لوېديځ لوري څخه شاوخوا ١٣٠مټريک ټنه هر کال قاچاق کېږي، چې له هغه وروسته بيا اسيايي، اروپايي، امريکايي او افريقايي هېوادونو ته قاچاق کېږي.
نوموړي زياته کړه: د ٢٠٠٩ کال په تر سره شوې سروې کې، په نشه د روږدو کسانو شمېر ٩٨٠ زره تنو ته رسېږي، خو په هغې سروې کې، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې اعلان شي، دغه شمېر له ١،٣ څخه تر ١،٦ ميليون تنو پورې رسيږي.
هغه څرګنده کړه، چې له دې ډلې يې ١١٠ زره ښځې او ١٥٠ زره يې ماشومان تشکيلوي، چې ډېرى يې په ډېرو بدو شرايطو کې ژوند کوي.
سرچينې زياته کړه، د روږدو مېرمنو او ماشومانو لپاره د درملنې ٢٢ مرکزونه جوړ شوي، خو ډېرى مېرمنې دغو مرکزونو ته د درملنې په موخه نه ورځي.