Language

کامرون: له امريکا سره د سند لاسليک به د افغانستان راتلونکى امنيت تضمين کړي

کابل (پژواک ٢٦ ليندۍ ٩٢): د برېتانيا لومړي وزير په هلمند کې د خپلو ځواکونو له  اډې څخه  د ليدنې پرمهال وويل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د افغانستان لپاره بنسټيز اهميت لري.

د برېتانيا لومړى وزير ډيوېډ کامرون تېره ورځ په يوه نا څاپي سفر هلمند ولايت ته سفر وکړ او له خپلو سرتېرو سره  په بوسټن پوځي اډه کې د  ليدنې ترڅنګ  د برېتانوي او افغان سرتېرو د فوټبال له دوستانه لوبې څخه يې هم ليدنه وکړه.

نوموړي د دغو دوو هېوادونو ترمنځ د امنيتي تړون په اړه هم  يادونه وکړه او ويې ويل: ((ډاډه يم چې د کابل- واشنګټن امنييى تړون حتما لاسليک شي.))

 د برېتانيا لومړي وزير د خپلو خبرو په دوام وويل، چې دغه تړون د افغانستان د راتلونکي امنيت لپاره مهم ګڼل کېږي او دى په دې باور دى، چې د دغه تړون لاسليک به د افغانستان، ناټو او امريکا په ګټه تمام شي.

مشورتي لويې جرګې د ليندۍ مياشتې په لومړيو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند له يو لړ وړانديزونو سره تاييد کړ او له ولسمشر کرزي يې وغوښتل، چې په راتلونکو شپږو اونيو کې دې لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د جرګې په وروستۍ ورځ اعلان وکړ، چې که امريکا د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو، د خلکو پر کورونو د عملياتو بندولو، امنيت راوستلو او له وسله والو مخالفينو سره د سولې خبرو په برخه کې ضمانت ورکړي، نو دى به هم تړون لاسليک کړي او که داسې ونه شي، نو سند به هم له ټاکنو وروسته راتلونکى حکومت لاسليکوي.

اوس بيا د  امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري اعلان کړى، چې که ولسمشر کرزى امنيتي تړون لاسليک نه کړي، نو د ٢٠١٤ زېږديز کال له ټاکنو  وروسته  د افغانستان له نوي ولسمشر سره به لاسليک شي.

کامرون همدارنګه له رسنيو سره په خبرو کې د ځينو نړيوالو بنسټونو اندېښنې په ځانګړي ډول په هلمند کې د کوکنارو کښت د ډېرښت په اړه تاييد کړې او ويې ويل، په دغه ولايت کې د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره بايد ښه حکومتوالي را منځته شي، د امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول د پوليسو وړتيا اوچته شي، سيمه ييز سيستم غښتلى او د غنمو کر ته د کروندګرو د هڅونې  زمينه مساعده شي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ، چې د  ٢٠١٣ کال په اپرېل او د ١٣٩٢ لمريز کال په وري مياشت کې خپور شو،  په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت ته په پام  سره داسې ښيي، چې د دغه هېواد د کوکنارو ٥٠ سلنه برخه د هلمند په کروندو کې کرل کېږي.

له جرمونو او نشه يي توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دې ادارې، په هلمند کې د کوکنارو کښت ګواښوونکى بللى او ويلي يې دي، احتمال شته چې د کوکنارو کښت نه يواځې په هلمند، بلکې په ټول افغانستان کې زيات شوى وي.

د يادولو ده، چې همدا اوس په افغانستان کې ٥٢٠٠ برېتانوي سرتېري شته چې ډېرى يې په هلمند ولايت کې مېشت دي، له ٢٠٠١ کال نه وروسته  تر اوسه ٤٤٦ برېتانوي عسکر وژل شوي دي.

تر دې وړاندې نږدې ٤٠٠٠ نور برېتانوي سرتېري له افغانستان څخه وتلي دي.

Related Topics