کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): مشرانو جرګې دافغانستان او عربستان ترمنځ د همکاريو هوکړه ليک د رايو په اکثريت سره تصويب کړ.
د مشرانو جرګې غړې نجيبې حسيني، چې د ياد هوکړه ليک په اړه يې جرګې ته معلومات وړاندې کول وويل، چې دغه هوکړه ليک د روان کال په غويي مياشت کې د دواړو هېوادو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ لاسليک شوى دى.
هغې وويل، د دغه هوکړه ليک له مخې به دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګوالۍ، ښوونې، فرهنګ، مطبوعات، سياحت، کرنې، مالدارې او نورو برخو کې له يو بل سره مرستې کوي.
په پاى کې د دغې جرګې اکثرو غړو د شنو کارتونو په پورته کولو سره ياد ٩ ماده ييز هوکړه ليک تاييد کړ.
ولسي جرګې، دغه هوکړه ليک د مرغومي په ١٦ مه لاسليک کړى دى.
ياد هوکړه ليک د افغانستان او عربستان د چارواکو تر منځ، د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د ناستې په څنډه کې د قزاقستان په الماتا ښار کې د روان کال د غويي مياشتې په ٦ مه، چې د استانبول پروسې په دوام سره تر سره شوې وه، لاسليک شوى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن