کابل ( پژواک ١٦ ورى ٩٢):د کابل د ده سبز ولسوالۍ د ده يحيى اوسېدونکي سرټکوي ، چې د دې سيمې د رايې ورکولو په مرکز کې د اړينو امکاناتو د نه شتون له امله به د دې سيمې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې شي.
دپژواک خبريال له سيمې نه راپور راکوي ، چې د ده يحيى په لېسه کې دوه د رايو محلونه د نارينه وو او يو هم د ښځو لپاره فعال شوى او دا مهال ( له غرمې مخکې نهه نيمې بجې ) سلګونه تنه نارينه او ښځينه په کې د رايې ورکولو په تمه ولاړ دي .
له دې کسانو څخه د غلام حيدر په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل: ” دوه ساعته کيږي چې دلته راغلي يو تر اوسه نوبت نه دى رارسېدلى.”
د هغه په وينا، په ده يحيى کې ٣٠٠٠ کورنۍ ژوند کوي ، خو د رايو ورکولو درې محلونه ورته فعال شوي، چې د ١٨٠٠ کسانو رايې ورکوونکو لپاره د رايو اړين توکي لري
دى وايي، چې له همدې امله د دې سيمې ډېر خلک له رايې ورکولو پاتې کيږي او بايد چارواکي دې ستونزې ته پام وکړي.
د رايو په ياد مرکز کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله استازي وايي،چې په دې مرکز کې نورې ستونزې نشته ، خو کېداى شي د رايو ورکولو اړين توکي تر ١١ بجو ختم او د دې سيمې ډېر کسان له رايې ورکولو پاتې شي.
د رايې ورکولو د ياد مرکز مشر محمداشرف وايي ، چې دغه ستونزه يې د ټاکنو کمېسيون له چارواکو سره شريکه کړې، خو تر دې دمه يې ځواب نه دى تر لاسه کړى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن