ژبه

د ولسمشرۍ کانديدانو له خپلو مرستيالانو سره رايه ورکړه

توسط مرسل منیر

اپریل 5, 2014 - 12:24 pm

Views: 88

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديدانو له خپلو مرستيالانو سره يو ځاى د کابل ښار د رايې ورکولو په بېلابېلو مرکزونو کې رايه ورکړه او دغه ورځ يې د افغانانو د جشن ورځ وبلله.

د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي په اماني لېسه کې د رايې ورکولو پر مهال نن ورځ د افغانانو لپاره ډېره مهمه ورځ وبلله.

هغه وويل، د خلکو پراخې ونډې ښکاره کړه، چې هېڅ کوم ګواښ دوى د رايې مرکزونو ته له تلو نه شي منع کولى.

د ولسمشرۍ دغه کانديد، له ولسمشر کرزي څخه په ټاکنو کې د هغه له بې پلوۍ درناوى وکړ.

د ولسمشرۍ بل کانديد زلمي رسول هم له خپلو دوو مرستيالانو سره يو ځاى د رايې ورکونې په موخه اماني لېسې ته ولاړ، خو له رايې ورکولو وروسته يې له رسنيو سره خبر ونه کړې.

بلخوا د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله هم نن سهار د رايې ورکولو په موخه د استقلال لېسې ته ولاړ.

عبدالله له خپلې رايې ورکونې وروسته له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو په دې برخليک ټاکونکې ورځ پراخ ګډون وکړي او خپل راتلونکى وټاکي.

ورته مهال د ولسمشرۍ بل کانديد داود سلطانزوى هم په حبيبيې لېسه کې تر رايې ورکولو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، نن د افغانانو د جشن ورځ ده او خلک دې ورځې ته له ډېرو ستونزو وروسته ورسېدل.

نوموړي زياته کړه، افغانانو نن د خپلې رايې په ورکولو سره ښکاره کړه، چې د خپل برخليک ټاکلو لپاره ټينګه اراده لري.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې که نوموړى چېرې بريالى نه شي نو غبرګون به يې څه وي، وويل: “که چېرې رڼې او ازادې ټاکنې تر سره شي نو د افغانانو پرېکړې ته درناوى لري.”