ژبه

کرزى: د کانديدانو غبرګون د ولسواکۍ پياوړتيا ښيي

سنگريار

۲۶ غویی ۱۳۹۳ - ۱۶:۰۶

۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ٢٦غويى٩٣): ولسمشر حامد کرزي د ولسمشريزو ټاکنو د وروستيو پايلو او د ټاکنو دويم پړاو ته د مخکښو کانديدانو د چمتووالي هرکلى وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه د د ولسمشر حامد کرزي له خولې ليکلي چې د ټاکنو دويم پړاو ته د دوو مخکښو کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني احمدزي چمتووالى په هېواد کې د ولسواکۍ د پياوړې کېدو څرګندونه کوي.

ولسمشر همداراز له ټولو خلکو غوښتي چې د ټاکنو د لومړي پړاو په څېر په دويم پړاو کې هم په شور او ځوږ سره د راى ورکونې مرکزونو ته لاړ او خپله ملي اراده تمثيل کړي او په دې توګه په هېواد کې ولسوالي لا پياوړې کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې د ولسمشر په باور په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه اخسته په هېواد کې د ثبات او اوسني نظام د دوام ضمانت کوي.

کرزي ټولو پوځي چارواکو ته امر کړى دى چې د ټاکنو په دويم پړاو کې له هر ډول لاس وهنې ډډه وکړي او شته دولتي امکانات د هېڅ کانديد په ګټه يا زيان ونه کاروي.

قرار است دور دوم انتخابات ریاست جمهوری، به تاریخ ٢٤ جوزا برگزار شود، که در آن دو نامزد پيشتاز (داکتر عبدالله عبدالله و دوکتور اشرف غنى احمدزی) رقابت می کنند.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه ترسره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنى احمدزى به پکې سره سيالي وکړي.