ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلي: کانديدان  بايد د ټاکنو پايلې ومني

خليلي: کانديدان بايد د ټاکنو پايلې ومني

author avatar
14 Jun 2014 - 09:11
خليلي: کانديدان  بايد د ټاکنو پايلې ومني
author avatar
14 Jun 2014 - 09:11

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي د خپلې رايې کارونې پر مهال له  دواړو کانديدانو  غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو پايلې ومني.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د  رايې ورکولو پروسه نن سهار اوه بجې د خپلې رايې په کارونې سره په رسمي توګه پيل کړه او له ټولو خلکو يې وغوښتل، چې د لومړي پړاو په څېر دې دا ځل هم په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي نن سهار حبيبيې لېسې ته ولاړ او د خپلې خوښې کانديد ته يې رايه ورکړه.

هغه له رايې ورکونې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه، چې له چاودنو او امنيتي ګواښونو وېره نه لري او په پراخ ډول به د رايو صندوقونو ته ولاړ شي.

نوموړي زياته کړه، چې خلک بايد د خپل سوله ييز راتلونکي لپاره د ټاکنو په  پروسه کې ګډون وکړي او خپل راتلونکى مشر وټاکي.

د ولسمشر دويم مرستيال د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو له دواړو کانديدانو غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو پايلې ومني.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر کرزي هم نن سهار خپله رايه وکاروله او له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې په دې پروسه کې په پراخه توګه ګډون وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.