کابل (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٣): ټاکل شوې، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته په دوو بجو د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان کړي، خو د نامعلومو دلايلو له مخې تردې دمه (شپږ نيمې بجې) نه دي په ډاګه شوي.
د دغه کمېسيون چارواکو پرون پرېکړه وکړه، چې لومړنۍ پايلې به نور ونه ځنډوي.
د ټاکنو کمېسيون د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته په بلنليک کې ويلي، چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې، نن له غرمې وروسته په دوو بجو اعلانوي.
خو بايد څرګنده شي، چې دغه اعلان د مازيګر تر شپږ نيمو بجو پورې نه دى په ډاګه شوى.
د ټاکنو کمېسيون کمېشنر عزيز بختياري تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم په غوښتنه دوى دوه ځلې پايلې وځنډولې، خو عبدالله ټاکنيز بهير ته د بېرته ورګډېدو لپاره مثبت ګام پورته نه کړ.
کمېسيون د عبدالله د اعتراض له امله د قسمي پايلو له اعلان څخه تېر شو او لومړنۍ پايلې يې هم د پنځو ورځو لپاره وځنډولې.
ټاکل شوې وه د دويم پړاو ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې د چنګاښ مياشتې په ١١مه اعلان شي، خو کمېسيون وويل چې د څه باندې ١٩٠٠ محلونو د رايو د بيا ارزونې لپاره يې دغه چاره وځنډوله.
تېره ورځ ډاکټر عبدالله عبدالله په يوه خبري ناسته کې وويل، تر څو چې تقلبي رايې له پاکو رايو جلا شوې نه وي، د ټاکنو پايلې ورته د منلو نه دي.
عبدالله وويل، ټول هغه محلونه دې د نړيوالو څارونکو په شتون کې بيا و ارزول شي چې د يوه کانديد په ګټه په کې تر ٩٣ سلنه ډېرې رايې کارول شوې دي.
د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ويلي، که غوښتنې يې ومنل شي دوى به له ټاکنيزو کمېسيونونو سره شاوخوا شل ورځنى خپل پرېکون پاى ته ورسوي.
بلخوا د ولسمشرۍ بل کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى بيا د ټاکنو د مهالوېش پر پلې کېدو ټينګار لري.
دى وايي چې وروستۍ پايلې بايد پر خپل وخت اعلان شي او نوى ولسمشر پر ټاکل شوي وخت (د زمري١١مه) د لوړي مراسم ترسره کړي.
احمدزي وويل: “دا د ملت حق دى او زموږ د قوانينو او اصولو په چوکاټ کې مطرح شوي دي ،د هېواد خير په همدې کې دى چې نوى ولسمشر دغو نېټو ته په کتو اعلان شي، تر څو تر دې نېټې وروسته ټاکل شوى ولسمشر ملي ګټو ته په کتو حکومت جوړ کړي او ملت ته ځواب ويونکى وي.”
اشرف غني وويل چې نور په ټاکنيزو چارو کې هيڅ ډول ځنډ د منلو وړ نه دی.