کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): افغان ملي غورځنګ د دواړو کانديدانو له خوا د ګد حکومت پر رامنځته کولو نيوکه کوي او وايي چې د ملي وحدت په نوم د دغه ډول حکومت جوړول د خلکو پر رايې د معاملې معنا لري.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ډله پر درغليو تورنه کړه.
له همدې امله ټاکنې له بن بست سره مخ شوې خو وروسته يادې دواړه ډلې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيری او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب، د ټولو رايو پر څېړنه او د “ملي وحدت” د حکومت په جوړولو سره سلا شوې.
په سياسي برخه کې د نوماندانو د هوکړې له مخې به ګټونکى کانديد ولسمشر وي، خو ولسمشر به د حکومت د اجرائيوي رييس څوکۍ ايجادوي او دغه څوکۍ به هغه کس ترلاسه کوي چې دويم کانديد يې معرفي کړي او ولسمشر يې ومني.
دغه راز د دې هوکړې له مخې به ولسمشر د اپوزېسيون د مشر څوکۍ رامنځته کوي او دغه څوکۍ به هغه څوک ترلاسه کوي چې دويم کانديد معرفي کړى وي.
د افغان ملي غورځنګ غړي نظيم سمون نن په کابل کې د دغه غورځنګ په استازيتوب د دې هوکړې په اړه خبريالانو ته وويل چې دواړه نوماندان د”ملي وحدت” د حکومت تر نوم لاندې “سياسي سهامي شرکت” جوړوي.
د ده په وينا، دغه کار له قانون سره په ټکر کې دى او افغان ملت ته د منلو نه دى.
هغه زياته کړه: “دغه جوړجاړی د خلکو په رايه معامله او د ملي ګټو پر ضد اقدام دی.”
د سمون په وينا، افغان ملي غورځنګ له دواړو کانديدانو غواړي چې د ترسره شوو توافقاتو په اړه خپلو پلويانو او په ټوليزه توګه ملت ته کره معلومات او وضاحت ورکړي.
دى وايي: “زموږ په اند همدا اوس چې نظام رياستي دی، موږ د دولت دننه د قدرت د زور ازمايۍ او سياليو شاهدان يو، که چېرې د صدارتي نظام په پلمه چې تر اوسه زموږ هېواد ورته چمتو نه دى، د لومړي وزير په نامه د واک يو بل محور هم رامنځته شي، نو هېواد به مو بيا د سياسي ثبات مخ ونه ګوري.”
د ملي غورځنګ بل غړي خان اغا احمدزي هم په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې دواړه نوماندان دې د قانون حاکميت ته تر هر څه لومړيتوب ورکړي او د همدغه اصل له مخې دې د يوه پياوړي نظام جوړېدو او د ولسواکۍ پخېدو ته لاره هواره کړي.
هغه په داسې حال کې چې ويل يې خلک “د ملي وحدت حکومت د اصطلاح” او څرنګوالي په اړه جدي اندېښنې لري، زياته کړه: ” زموږ سياسي نخبګان دې د دې امکان برابر کړي، چې افغان ملت د لومړي ځل لپاره د سياسي واک د سوله ييز لېږد جشن په خوشالۍ سره ونمانځي.”
افغان ملي غورځنګ له څو مدني ټولنو جوړ شوى غورځنګ دى او تېر کال د غبرګولي په مياشت کې جوړ شوى دى. دغه غورځنګ په ولسمشريزو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کړى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن