ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

″بهرنۍ لاسوهنې د ناامنو ستر لامل دى″

author avatar
19 Aug 2014 - 15:09
author avatar
19 Aug 2014 - 15:09

کابل( پژواک  ٢٨ زمرى ٩٣) :د افغانستان د ملي يوالي د ګوند مشر وايي، چې د بهرنيو هېوادونو لاسوهنې؛ په  هېواد کې ناامنو ستر لامل دى.

ډاکټر عبدالله رشيد جليلي دا څرګندونې د زمري په ٢٨مه د ملي يوالي ګوند په څلورمه کنګره او د خپلواکۍ د ٩٥يمې کليزې په موخه جوړې شوې غونډې کې وکړې.

جليلي زياته کړه،چې بهرني هېوادونه په افغانستان کې قومي، ژبني، مذهبي او سيمه ييزو    تغصباتوته په لمن وهي.

هغه  د هېواد پر اوسني وضعيت اندېښنه څرګنده کړه ويې ويل، چې ناامني ډېره شوې او جګړه له کليو څخه ښارونو ته راغځېدلې ده.

ده وويل : (( سوله نشته او امنيت نه دى تامين ، جګړه او ناامني د هېواد ټولو سيمو ته په پراخېدو ده.))

نوموړي وويل، چې هېواد پرمختګ اوملي يوالي لپاره يې خپل څلورمه کنګره اعلان کړه.

اخوا د دې ګوند يو شمېر نورو غړو په خپلو خبرو کې هېوادوالو ته د خپلواکۍ د ٩٥ يمې کليزې مبارکي وويله.

په غونډه کې پريکړه وشوه، چې د کنګرې ناسته به يې څلور ورځې دوام ولري، چې د ګوند د چارو د تنظيم تر څنګ به په کې پر ملي مسايلو خبرې وشي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.