Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرتاج عزيز : په افغانستان کې د واک د سوله ييز لېږد ملاتړ کوو

کابل ( پژواک، ٦ وږى ٩٣ ) : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او ملي امنيت له سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وږي په ٦مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي  ، چې يان کوبيش په يوه رسمي سفر اسلام اباد ته راغلى و.

سرچينې زياته کړې، چې ددې سفر پر مهال د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په بهرنيو او ملي امنيت چارو کې د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل .

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ليدنې پرمهال يان کوبيش سرتاج عزيز ته د افغانستان د ټاکنو او سياسي پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول او وروستيو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.

د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز ددې ليدنې پر مهال يو ځل بيا په ډاګه کړې، چې يو با امنه افغانستان د پاکستان په ګټه دى.

هغه زياته کړې، چې هېواد يې په افغانستان کې د نه لاسوهنې تګلاره لري او په دغه هېواد کې د ټاکنو د پروسې د پاى ته رسېدو او په ښه توګه د سياسي واک د لېږد ملاتړ کوي.

سرتاج عزيز ويلي، چې په خپل وخت او په دموکراتيکه توګه د سياسي واک لېږد سره به افغانستان  يو پياوړى او پرمختللى هېواد شي.

سرچينې ويلي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال سره هم ليدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.