کابل( پژواک ٧ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون ، له ٣٠٠٠ محلونو څخه د ٦٩ محلونو راېې باطلې اعلان کړې او د ١١٢٤ محلونو رايې يې د بيا څېړنې او شمېرنې وړ وبللې.
دغه راز دغه کميسيون نن په علني ناسته کې د پاتې ١٨٠٧ محلونو رايې د اعتبار وړ وبللې.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي په ياده ناسته کې وويل، له يادو درېيو زرو محلونو څخه د ٤٩٦ محلونو رايې د بيا څېړنې وړ دي او د ٦٢٨ محلونو رايې بيا شمېرل کېږي.
د هغه په وينا، د ٦٩ هغو محلونو په صندوقونو کې چې باطل شوي دي، لس زره او شپږ ويشت رايې شاملې دي.
د ده په وينا ټاکنيزې ډلې کولاى شي چې د دې پرېکړه په اړه تر راتلونکو ٢٤ ساعتونو پورې د شکايتونو په کميسيون کې خپل شکايتونه ثبت کړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون د وږي په درېيمه د رايو د تفتيش په پايله کې د ٧٢محلونو راېې باطلې اعلان کړې.
د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند نورمحمد نور، نن له غرمې مخکې وويل چې د رايو ١٧٨٦٥صندوقونه چې د ټولو صندوقونو٧٦.25 سلنه جوړوي ،څېړل شوي دي.
هغه هيله وښوده، چې پاتې ٤٩٦٣ صندوقونو تفتيش به تر راتلونکو شپږو يا اوو ورځو تر سره شي.
د غبرګولي په ٢٤مه د ولسمشرۍ د دويم پړاو تر سره شويو ټاکنو د ټولو رايو څېړنه وروسته له هغه پيل شوې، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د پراخو درغليو تر دعوې وروسته له ټاکنيزو کميسيونونو سره اړيکې پرې کړې او بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزير په منځګړيتوب دواړه نوماندان د ټولو رايې په تفتيش او ملي حکومت په جوړولو سره سلا شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن