وېلز (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسموسن د افغانستان پر حالاتو اندېښنه وښوده او له دواړو کاندیدانو یې وغوښتل چې د ټاکنو پروسه د افغانانو له هیلو سره سمه پای ته ورسوي.
د ناټو سرمنشي دغه څرګندونې د وږي په ۱۲مه د انګلستان په وېلز ښار کې د ناټو تر سرمشریزې غونډې مخکې له افغاني خبریالانو سره د ځانګړو خبرو پر مهال وکړې.
د ناټو سرمشریزه غونډه نن د امریکا د ولسمشر بارک اوباما، د انګلستان د لومړي وزیر ډیویډ کمیرون او د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن په ګډون پیلېږي چې په کې به د نړۍ د شاوخوا ۶۰ هېوادونو ولسمشران او د حکومتونو مشران ګډون وکړي.
راسموسن وویل چې په دې غونډه کې به دغه سازمان له خپل ایساف همکارو هېوادونو سره په ګډه له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې بیا تازه کړي.
هغه زیاته کړه: ((موږ غواړو چې له افغانستان سره اوږودمهاله ستراتیژیکې اړیکې ولرو او غواړو چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم په دغه هېواد کې پاتې شو.))
د یادونې ده چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې د ایساف جګړه ییز ماموریت پای ته رسېږي او که افغانستان ورسره امنیتي سند (صوفه) لاسلیک کړ، نو په ۲۰۱۵ کال کې به ناټو د روزنې، مرستې او همکارۍ نوی ماموریت پیلوي.
د ناټو سرمنشي وویل، دوی غواړي د افغان ملي ځواکونو مالي همکاریو ته ادامه ورکړي.
ده زیاته کړه: ((دغه کار ته موږ تیار یو، خو که افغانستان چمتو وي.))
انډرس فوغ راسموسن د افغانستان پر روان سیاسي کړکېچ اندېښنه وښوده او له دواړو کاندیدانو یې وغوښتل چې د افغانانو له هیلو سره سم دې دغه پروسه پای ته ورسوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې افغان حکومت ته یې د امنیتي سند د لاسلیک لپاره وروستی ضرب الاجل ورکړی؟ وویل چې دواړو کاندیدانو ژمنه کړې چې دغه سند به لاسلیک کړي.
هغه وایي: ((زه ډاډه یم هر یو له دواړو کاندیدانو چې که هر يو ولسمشر شي، له ناټو سره به د صوفه سند لاسلیک کړي.))
ده زیاته کړه چې د ناټو نوی ماموریت به يواځې د روزنې، همکارۍ او مشورې وي، نه جګړه ييز.
د ناټو سرمنشي وویل: ((موږ پیاوړی ۳۵۲زره افغان ملي ځواک جوړ کړى او اوس هغوی عملیات پر خپلې قومانده ترسره کوي.))
راسموسن په دې اړه، چې د افغانستان د ماليې وزیر څو ورځې مخکې له ناټو غوښتي وو چې د وېلز په غونډه کې د افغان ملي ځواکونو لپاره د څلور میلیارد ډالرو پر ځای ۶ میلیارده ورکړي، وویل: ((د افغان ملي ځواکونو مالي تمویل یواځې د ناټو دنده نه ده، په دې برخه کې دې نوره نړیواله ټولنه هم را وړاندې شي.))
د هغه په وینا، که چېرې ژر تر ژره د ناټو او افغانستان تر منځ امنیتي سند لاسلیک نه شي، نو د دې امکان شته چې ډونر هېوادونه د افغان ملي ځواکونو له مالي تمویل څخه لاس پر سر شي.
راسموسن په افغانستان کې د ایساف دیارلس کلن ماموریت بریالی وباله او زیاته یې کړه چې دغه ځواک وکولی شول افغانستان یو ځل بیا له نړیوالې ترهګرۍ خوندي وساتي.
ده وویل: ((ایساف د امنیت په برخه کې خپل هدفونه ترلاسه کړي دي.))
د هغه به وینا، په نورو برخو کې هم په تېرو دیارلسو کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي، معارف پیاوړی شوی، خلکو ته روغتیایي اسانتیاوې رسول کېږي او زرګونه کیلومتره پاخه سړکونه جوړ شوي دي.
د ناټو سرمنشي د پاکستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی باید د سیمې د سولې او ثبات په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP