کابل ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست د شوي ځانمرګي بريد دوه پلان جوړونکي او يو ځانمرګى بريدګر يې نيولي دي.
شاوخوا درې اونۍ مخکې ( د وږي په ٨مه، ) په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر رياست ډله ييز بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې د پنځو بريدګرو په ګډون ١١ تنه ووژل شول او ٥٩ نور ژوبل شوي وو، چې ډېرى ټپيان ملکي وګړي وو.
په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا دوږ ي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په ياد بريد کې دلاس لرلو او پلان جوړولو په تور يې دوه تنه له يوه ځانمرګي بريدګر سره نيولي دي.
سرچينې زياته کړې چې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د تراب ، شېرولي او ګلبدين په نومو درې کسان نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې تراب د يادې پېښې فلمبرداري کوله، شېرولي په خپل کور کې ځانمرګي ساتلي وو او ګلبدين پر ياد رياست د بل بريد پلان درلود.
سرچينې ويلي، چې نيول شويو کسانو د پلټنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن