ژبه

غور کې د افغانستان بانک نوې ودانۍ پرانيستل شوه

محمد حسن حکيمي

۱۰ لړم ۱۳۹۳ - ۱۸:۰۲

۱۰۹ کتنې

فيروزکوه، زرنج (پژواک ١٠ لړم ٩٣): غور ولايت کې د “د افغانستان بانک” نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او همدارنګه په نيمروز ولايت کې د درېيو ښوونځيو د جوړېدو چارې پيل شوې.

د يادې ودانۍ لومړى پوړ د بانک د کارکوونکو لپاره ځانګړى شوى او په زېرزميني کې يې معياري خزانه او خوندي دروازې جوړې شوي چې د کمرو له لارې څارل کېږي.

دغه ودانۍ، چې د يوه کال په ترڅ کې د افغانستان بانک له بوديجې جوړه شوې، نن پرانيستل شوه.

د غور ولايت د افغانستان بانک د څانګې امر عبدالغفور غفوري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يادې ودانۍ او معيارې خزانې په جوړولو سره اداري او د پيسو ساتنې ستونزې حل شوې دي.

هغه زياته کړه: ” موږ له دې وړاندې په يوه کرايي ودانۍ کې کار کاوه او خزانه مو هم په يوه نامناسب ځاى کې وه او همېشه به د پيسو د ساتنې له پلوه په اندېښنه کې و.”

د غور والي سيدانور رحمتي د ودانۍ د پرانېستې پر مهال وويل: ” د يادې معياري خزانې او ودانۍ جوړول د بانکوالۍ په پرمختګ کې مرسته کوي او دا چې هرې ادارې ته جلا جلا ودانۍ جوړېږي نو دولت ته ګټه رسوي، موږ د کرايې له ورکولو ژغورل کېږو او مامورين به په  کې په راحت  کار کوي.”

غور ولايت کې درې بانکونه فعاليت کوي. نوي کابلبانک اوه کاله وړاندې او باختر او عزيزي بانکونو په روان کال کې په دغه ولايت کې فعاليت پيل کړى دى.

بله خوا د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې نن د درېيو ښوونځيو د ودانيو د رغولو کار پيل شو، چې د دغو ښوونځيو په جوړېدو سره به د ځاى له پلوه د شاو خوا پنځه زره کسانو ستونزې حل شي.

د نيمروز د پوهنې مشر عبدالواحد حکمت پژواک ته وويل، چې د رودابه د  نجونو د لېسې ودانۍ د ٢٠ درسي ټولګيو په جوړولو او نورو اسانتياو سره له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له لوري د ٢٠ ميليون افغانيو په لګښت رغول کېږي ، چې په دې کار سره به د درېيو زرو محصلينو لپاره د تدريس مناسب ځاى جوړ شي.

زرنج ښار کې د فرخي د لومړني ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره هم نن د پراختيايي بانک له لوري د ١١ ميليون افغانيو په لګښت کېښودل شوه.

د پوهنې رييس وويل، چې دغه ښوونځى ١١ ټولګي او نورې اسانتياوې لري او ځاى له پلوه به د شاوخوا ١٥٠٠ زده کوونکو ستونزې چې اوسمهال د خيمو لاندې زده کړې کوي، حل شي.

همدارنګه ورته مهال د ملالۍ د لومړني ښوونځي د نوۍ ودانۍ د بنسټ ډبره هم چې ١٣ ټولګي لري او د ٨ ميليون ډالرو په لګښت جوړيږي، د نړيوال بانک له لوري کېښودل شوه.

دغه ښوونځي ته به شاو خوا زر زده کوونکي جذب شي.

د سيمې يوه اوسېدونکي ګل محمد وويل، چې د دوى په سيمه کې کوم ښوونځي شتون نه درلود او د دوى ماشومان به له نيم ساعت مزل کولو وروسته د زرنج لومړني ښوونځي ته تلل. 

هغه زياته کړه: ” ځينو کسانو به د ښوونځي د لرې والي له امله خپل بچيان ښوونځي ته نه پرېښودل، خو اوس دا چې دلته ښوونځي جوړيږي نو زموږ ماشومان به له يوه پلوه له ډېر پلي تګ خلاص شي، بلکې درس ويلو ته به ډېر وهڅول شي.”

دا په داسې حال کې ده، د پوهنې رييس وايي چې په ټوليز ډول په نيمروز ولايت کې په ١٦٠ ښوونځيو کې د ٤٨ زره نجونو په ګډون ٩٠ زره زده کوونکي زده کړې کوي، خو له دې سره سره بيا هم څلوېښت سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ټول زده کوونکي يې په خيمو کې زده کړې کوي.