ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې او عمل بنسټ دامريکا جګړه ييز ماموريت  غځېدو سره مخالفت وکړ

د سولې او عمل بنسټ دامريکا جګړه ييز ماموريت غځېدو سره مخالفت وکړ

author avatar
29 Nov 2014 - 17:01
د سولې او عمل بنسټ دامريکا جګړه ييز ماموريت  غځېدو سره مخالفت وکړ
author avatar
29 Nov 2014 - 17:01

کابل ( پژواک، ٨ لېندۍ ٩٣ ) : د سولې او عمل بنسټ په هېواد کې د يوه بل کال لپاره د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريت له غځېدو سره مخالفت څرګند کړ.

تېره اونۍ امريکايي رسنيو خبر ورکړ، چې ولسمشر بارک اوباما پر داسې يوه فرمان لاسليک کړى، چې د هغه له مخې امريکايي ځواکونه تر ٢٠١٤ کال وروسته ديوه بل کال لپاره په افغانستان کې جګړه ييز ماموريت ترسره کولى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پخوا امريکايي چارواکو په ډاګه کړې وه، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به د امريکا او ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته رسيږي او دوى به په افغانستان کې د افغان ملي ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو نوى ماموريت پيلوي.

د عدالت او سولې د عمل بنسټ مشر سيد اکرام افضل د ليندۍ په ٨ مه، په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو شتون په  افغانستان کې د جګړې ددوام اصلي لامل دى او ددوى په شتون کې سوله هم ناشونې ده.

هغه زياته کړه، تر هغه پورې چې دسولې په اړه په خپله د حکومت اراده پخه نه وي او بې پلوه کسان د سولې عالي شورا په ترکيب کې ونه ګومارل شي ، نو په نمايشي کارونو کې څه نه شي ترلاسه کېداى.

د افضل په وينا، د بهرنيو ځواکونو د جګړه ييز ماموريت تمديد په دې مانا دى، چې ټول اړخونه د قضيې پر نظامي اړخ باور لري.

دى وايي، د سولې لپاره اړينه ده چې حکومت د سولې لپاره واقعي او جدي ګامونه پورته کړي، نه نمايشي اقدامات .

د سولې او عمل د بنسټ مشر زياته کړه چې اوسني وضعيت ته او په هېواد کې وروستيو نا امنيو ته په کتو سره ويلى شي ، چې په هېواد کې ژر تر ژره د سولې رامنځته کېدل ناشوني دي.

سيداکرام افضل وويل چې د سولې لپاره لومړى بايد انګېزه رامنځته او په دې اړه جدي تصميم ونيول شي .

افضل وايي، چې له سولې سره بايد سليقوي چلند ونه شي ، په نظام کې دننه له بده مرغه داسې کسان شته، چې د سولې پر وړاندې سليقوي چلند کوي.

خو د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمد ابراهيم قاسميار د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريت د زياتېدو په اړه وايي چې تر ٢٠١٤ کال وروسته د هغوى شمېره به ډېره کمه وي، چې د سولې پر پروسې به کومه بده اغېزه ونه کړي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې له بهرنيو ځواکونو څخه ټول امنيتي مسووليتونه افغان ځواکونو ته لېږدول شوي او د روان زېږديز کال تر پاى وروسته به ټول عمليات افغان ځواکونه ترسره کوي.

ده زياته کړه : (( موږ خپله هڅه کړې، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله راولو، همداسې تېر حکومت هم دا هڅه کړې وه، ، خو دومره بريالى نه و، پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني سفر هم د سولې لپاره و ، د سولې راوستل د نوي حکومت په لومړيتوبونو کې دي.))

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان حکومت له څو کلونو راهيسې د سولې عالي شورا په نامه يو بنسټ جوړ کړی، تر څو د حکومت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې خبرو ته زمينه برابره کړي، خو تر اوسه يې د  پام وړ لاسته راوړنه ، نه ده لرلې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.