جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې سلګونو ځوانانو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومت څخه د ځوانانو لپاره د ځانګړي وزارت جوړولو غوښتنه وکړه.
لاريون کوونکو ويل، چې د حکومت مشرانو د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال له دوى سره د ځانګړي وزارت د جوړولو ژمنه کړې وه.
دغه لاريون چې د مرغومي په ٢٤مه، د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت له خوا په لاره اچول شوى و، په کې د ځوانانو د بېلا بېلو ټولنو تر درېيو سوو زياتو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي د لاريون پر مهال خبريالانو ته وويل، چې د ملي يووالي حکومت بايد د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
هغه زياته کړه: ((د حکومت دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، چې که واک ته ورسېږي، نو د ځوانانو لپاره به ځانګړى وزارت رامنځته کړي.))
خو احمدزي وويل، اوس چې کابينه اعلان شوه، نو په کې د ځوانانو لپاره هېڅ وزارت نه و او مشرانو په خپلو ژمنو وفا ونه کړه.
دى وايي، د حکومت دغې پرېکړې، ځوانان ناهيلي کړي دي.
د هغه په وينا، په تېرو حکومتونو کې د ځوانانو معينيت په سمبوليک ډول جوړ شوى و او دوى ته يې هېڅ ډول امکانات نه وو ورکړي.
نوموړي ګواښ وکړ، څو پورې چې د حکومت مشران خپلې ژمنې عملي نه کړي، دوى به خپلو مدني حرکتونو ته ادامه ورکړي.
د لاريون يوه بل ګډونوال نوراحمد نوراني بيا پر ولسي جرګې غږ وکړ، چې د حکومت له لوري ورپېژندل شويو وزيرانو ته د هغوى د وړتيا، مسلکي توب او د خدمت د روحيې په پام کې نيولو سره رايه ورکړي.
د هغه په وينا، وکيلان بايد هغه وزيران چې دوه ګونى تابعيت لري، د وزارت چوکۍ ته له رسېدو راوګرځوي.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حکومت له خوا په اعلان شوې ٢٥ کسيزه کابينه کې يو شمېر ځوان وزيران هم شته.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP