فيض اباد(پژواک،٢٧ سلواغه ٩٣): په بدخشان ولايت کې د واورې ښويېدنې له امله د مړو شوو شمېره شپږو او د ټپيانو اوو تنو ته رسېدلې او د لارې بندښت د ځمکې له لارې زيانمنو ته د مرستو رسولو امکان سخت کړى دى.
تېره ورځ د يمګان ولسوالۍ په ګلفزار او غرنۍ دره کې د واورې ښويېدنې له امله هغه پنځه تنه مړه شول چې غوښتل يې په ګلفزار دره کې د خپلو مالونو خبر واخلي.
دغرنۍ درې په پېښه کې د استوګنې شل کورونه تر واورو لاندې شوي او اوسېدونکو يې تر واورې ښويېدنې وړاندې له کورونو وتلي، خو ټول مالونه او وسايل يې تر واورو لاندې پاتې دي.
د يمګان ولسوال نوروز محمد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې زيانمنو خپل کورونه له لاسه ورکړي، خوراکي او روغتيايي مرستو ته اړتيا لري
اوسمهال ځايي چارواکي وايي چې د مړو شوو شمېره شپږو او د ټپيانو اوو تنو ته رسېدلې او ټپيان د درملنې لپاره د يمګان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د نورې واورې ښويېدنې امکان هم شته او دوى د بدخشان له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له زيانمنو سره بېړنۍ مرسته وکړي.
خو د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل چې د ورښت په سبب د يمګان سړک په اوږدو کې يوه غونډۍ بنده شوې او وسله وال مخالفين هم په کې شته ، چې له امله يې زيانمنو ته د ځمکې له لارې مرسته رسول ستونزمن دي.
فروتن زياته کړه چې نن د بدخشان سرپرست والي په مشرۍ د بېړنيو حالاتو کمېټې ناسته جوړه شوه او د کورنيو چارو وزارت نه يې غوښتنه وکړه چې يمګان ولسوالۍ ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد لپاره دوه چورلکې په واک کې ورکړي.
بدخشان يو له هغو غرنيو ولايتونو څخه دى چې هر کال يې لسګونه تنه د واورو ښويېدنو په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
تېره مياشت هم د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه د بدخشان په شکي او ماهمي ولسواليو کې د واورې ښويېدنې له امله مړه او دوه نور ټپيان شول.
همدارنګه په تېر ژمي کې د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې لس تنه په واوره ښويېدنه کې رابندشول چې د پنځو کسانو مړي يې تر لاسه شول، څلور يې مړه او يو بل تن ورک شو.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن