ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله زيانمن شوي مرستو ته اړتيا لري

بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله زيانمن شوي مرستو ته اړتيا لري

author avatar
16 Feb 2015 - 14:16
بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله زيانمن شوي مرستو ته اړتيا لري
author avatar
16 Feb 2015 - 14:16

فيض اباد(پژواک،٢٧ سلواغه ٩٣): په بدخشان ولايت کې د واورې ښويېدنې له امله  د مړو شوو شمېره شپږو او د ټپيانو اوو تنو ته رسېدلې او د لارې بندښت د ځمکې له لارې زيانمنو ته د مرستو رسولو امکان سخت کړى دى.

 تېره ورځ د يمګان ولسوالۍ په ګلفزار او غرنۍ دره کې د واورې ښويېدنې  له امله هغه پنځه تنه مړه شول چې غوښتل يې په ګلفزار دره کې د خپلو مالونو خبر واخلي.

 دغرنۍ درې په پېښه کې د استوګنې شل کورونه تر واورو لاندې شوي او اوسېدونکو يې تر واورې ښويېدنې وړاندې له کورونو وتلي، خو ټول مالونه او وسايل يې تر واورو لاندې پاتې دي.

 د يمګان ولسوال نوروز محمد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې زيانمنو خپل کورونه له لاسه ورکړي، خوراکي او روغتيايي مرستو ته اړتيا لري

اوسمهال ځايي چارواکي وايي چې د مړو شوو شمېره شپږو او د ټپيانو  اوو تنو ته رسېدلې او ټپيان د درملنې لپاره د يمګان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

 هغه زياته کړه چې د نورې واورې ښويېدنې امکان هم شته او دوى د بدخشان له چارواکو څخه غوښتنه کړې چې له زيانمنو سره بېړنۍ مرسته وکړي.

 خو د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وويل چې د ورښت په سبب د يمګان سړک په اوږدو کې يوه غونډۍ بنده شوې او وسله وال  مخالفين هم په کې شته ،  چې له امله يې زيانمنو ته د ځمکې له لارې مرسته رسول ستونزمن دي.

فروتن زياته کړه چې نن  د بدخشان سرپرست والي په مشرۍ د بېړنيو حالاتو کمېټې ناسته جوړه شوه او د کورنيو چارو وزارت نه يې غوښتنه وکړه چې يمګان ولسوالۍ  ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد لپاره دوه چورلکې په واک کې ورکړي.

بدخشان يو له هغو غرنيو  ولايتونو څخه دى چې هر کال يې لسګونه تنه  د واورو ښويېدنو په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

تېره مياشت هم د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه د بدخشان په شکي او ماهمي ولسواليو کې د واورې ښويېدنې له امله  مړه او دوه نور  ټپيان شول.

همدارنګه په تېر ژمي کې د بدخشان په کوفاب ولسوالۍ کې لس تنه په واوره ښويېدنه کې رابندشول چې د پنځو کسانو مړي يې تر لاسه شول، څلور يې مړه او يو بل تن  ورک شو.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.