واشنګټن ( پژواک، ۵ وری ۹۴) دامریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر د غوښتنې ته په مثبت ځواب ویلو سره اعلان وکړ، چې له افغانستان څخه به د خپلوځواکونو د ویستلو مهالویش کې به سستوالی راولي.
بارک اوباما دغه څرګندونې د وري په ۴مه، د افغانستان په وخت د شپې په شاوخوا لسو بجو په سپینې ماڼۍ کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره دیوې ګډې خبري غونډې پر مهال وکړې.
تر دې مخکې دواړو مشرانو لومړی دوه په دوه او بیا وروسته د افغانستان داجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او دامریکا د مرستیال ولسمشر جوبایډون په شتون کې په تفصیل سره خبرې وکړې.
دامریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال تر پایه پورې به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتیري پریږدي.
خوده وویل چې له افغانستان د خپلو سرتیرو د ویستلو مهالویش دافغان ولسمشر د غوښتنې په اساس ورو کوي.
هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې یې میشت سرتیري به د افغان ملي ځواکونو روزنې او مشورو ته ادامه ورکوي.
ده وویل : (( افغانستان اوس هم یوه خطرناکه سیمه ده، وسلوال بریدونه کوي او ډیری مهال پر ملکي وګړو ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي.))
بارک اوباما اعلان وکړ، چې په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو دقربانیو په بدل کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې به وساتلی شي.
د هغه په وینا، د روزنې او مشورې ترڅنګ به امریکا افغان ځواکونو ته د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هم مرسته کوي.
د امریکا ولسمشر وویل چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته د حالاتو تر ارزونې وروسته به یې په اړه بیا پریکړه کیږي.
تر دې مخکې امریکا اعلان کړی و، چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته به خپل ټول سرتیري له افغانستان څخه اوباسي او یواځې زر سرتیري د خپل سفارت دامنیت خوندي ساتلو لپاره پریږدي.
خو ولسمشر اشرف غني له امریکا غوښتي وو، چې پر دې پریکړې له سره غور وکړي.
بارک اوباما پر دې خوښي څرګنده کړه، چې د افغانستان نوی حکومت په هیواد کې دسولې، ثبات او پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.
هغه دافغانستان د ملي یووالي له حکومت څخه د خپل ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل چې د جنګي ماموریت پای ته رسول په دې مانا نه ده، چې ګوندې امریکا دافغانستان له مرستې او همکارۍ لاس اخیستی دی.
نوموړي پاکستان ته په سفر کولو د ولسمشر اشرف غني ستاینه وکړه.
ولسمشر اشرف غني یادې خبري غونډې ته د وینا پر مهال د سرتیرو د ویستلو د سستولو دامریکا پر اعلان خوښي څرګنده کړه او دا یې په افغانستان کې داصلاحاتو رامنځته کولو کې مهم وباله.
هغه زیاته کړه، چې دامریکایي ځواکونو تر روزنې او مشورو وروسته افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او ډیر پرمختګونه یې کړي دي.