ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز جګړو کې ٤٥ مخالفين او اته سرتېري وژل شوي

د کندوز جګړو کې ٤٥ مخالفين او اته سرتېري وژل شوي

author avatar
26 Apr 2015 - 12:33
د کندوز جګړو کې ٤٥ مخالفين او اته سرتېري وژل شوي
author avatar
26 Apr 2015 - 12:33

کندوز ښار  ( پژواک، ٦ غويى ٩٤ ) : چارواکي وايي چې په کندوز ولايت کې د بېلا بېلو نښتو پر مهال ٤٥ وسله وال مخالفين او اته تنه امنيتي سرتېرې وژل شوي.

د کندوز د والي وياند عبدالواسع باسل د غويي په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې ورځې راهيسې د ښار اړونده په ګورتېپه او قلعه ذال ولسواليو کې سختې جګړې  روانې دي.

هغه زياته کړه، چې په ګورتېپه سيمه کې ٢٩ وسله وال  مخالفين  او ٨ امنيتي سرتېري وژل شوي، لسګونه وسله وال مخالفين او ١٦ نور امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.

باسل وايي ، دا نښتې وروسته له هغه پيل شوې، چې لسګونو وسله والو مخالفينو د امنيتي ځواکونو پر بېلا بېلو پوستو بريدونه پيل کړل.

نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونو د ګورتېپې له ځينو برخو څخه تکتيکي شاتګ کړى او وسله والو مخالفينو يوه برخه سيمه نيولې ده.

خو د سيمې اوسېدونکي او وسله وال طالبان بيا وايي ، د ګورتېپې ټوله سيمه چې شاوخوا ٨٠ کلي په کې  دي وسله والو نيولي دي.

د معلم کريم په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د ګورتېپې ټوله سيمه وسله والو طالبانو نيولې او سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې تښتېدلې دي.

دى وايي چې يو شمېر کورنۍ د کندوز ښار او ډېرى نور يې چهار درې ولسوالۍ ته تللي او خپل ډک کورونه يې پرېښي دي.

د کريم په وينا، ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه له تېرو درېيو ورځو راهيسې په ګورتېپه کې کلا بند دي او نور دولتي ځواکونه يې مرستې ته نه ورځي.

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه، چې وسله وال مخالفين د کندوز ښار څلورو بندرونو ته رسېدلي او وېره ده چې د کندوز پر ښار ډله ييز بريد ونه کړي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې دوى په ګورتېپه کې ٢٠ پوستې نيولي او ګڼ شمېر دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دې جګړو کې يواځې درې  طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.