غزني (پژواک، ٢٨ زمرى ٩٤): د غزني چارواکي وايي، هغه اووه ملکي وګړي خوشي شوي چې دوه اوونۍ مخکې د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.
خوشي شوي ياد اووه کسان شاوخوا دوه اوونۍ مخکې له جاغوري ولسوالۍ د غزني ښار ته پر لاره وو چې د قره باغ ولسوالۍ اړوند په سيمه کې د نا معلومو وسله والو له لوري وتښتول شول.
د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د زمري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد اووه کسان د جاغوريو ولسوالۍ اوسېدونکي وو، نن خوشي او خپل کورنيو ته وسپارل شول.
هغه ويل چې دغه کسان پرته له کومي معاملي خوشي شوي دي.
د جاغورو ولسوال ظفر شريف هم پژواک خبرى اژانس ته دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې ياد کسان د قومي مشرانو او سپين ږيرو په منځګړتوب نن د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې خوشي شول.
ظفر شريف وايي چې له وسله والو سره کومه معامله نه ده شوي.
د هغه په خبره چې ياد کسان خپلو کورونو ته رسېدلي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د وسله والو له لوري دا ډول تښتونې زياتې شوې دي.
پژواک هڅه وکړه څو له خوشي شوو کسانو سره هم خبرې وکړي خو هغوى خبرو ته حاضر نه شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن