منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۵ کتنې

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله دوو کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

د فراه ولایت امنیه قومانداني په خبرپاڼه کې راغلی چې دغه فیلډر ډوله موټر تېره ورځ مازدیګر مهال د بالابلوک ولسوالۍ اړوند کنسکسیمه کې چپه شوی دی.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي دي.