زرنج (پژواک، ۲ مرغومی ۹۴): د نیمروز په چهاربرجک ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.
د نیمروز د امنيې قوماندانۍ مرستیال سمونوال محمدغوث سیستاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه موټرسایکل سپاره چې د چهاربرجک ولسوالۍ له رودبار سیمې د دې ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو، د ماين له چاودنې سره مخ شول.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې چې د رودبار په سیمه کې رامنځته شوه، دوه ملکي موټرسایکل سپاره ووژل شول.
د نوموړي په خبره چې د دې پېښې قربانیان نارینه دي او دغه کار یې د طالبانو کار وباله او وايي چې یاد ماین د دولتي ځواکونو لپاره ځای پر ځای شوی و.
دا په داسې حال ده چې دری میاشتې مخکې هم په همدې سیمه کې پر یوه کوچني موټر د ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي ووژل شول.
تر اوسه د دې پېښې مسوولت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن