Language

د خوست ډېری ریاستونه او امریتونه میراثي شوي

خوست ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): د خوست ولايت ځيني مدني فعالان او دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ګڼ رياستونه او امريتونه د شخصي ګټو پر بنسټ ميراثي شوي.

په دولتي ادارو کې د چارواکو او نورو مامورينو بدلون د دولتي حاکميت اصل بلل کېږي چې موخه يې د ښې حکومتولۍ رامنځته کول، د اداري فساد مخنيوی او خلکو ته د وړ خدمتونو وړاندې کول دي.

خو د کره معلوماتو له مخې، په خوست ولايت کې داسې ګڼ دولتي چارواکي شته چې پر يوه چوکۍ تر يوې لسيزې زيات پاتې شوي، خو مدني فعالان وايي چې هېڅ د پام وړ کارونه يې نه دي کړي.

معلومات ښيي چې د ولايت مقام مالي او اداري رييس، د حج او اوقافو، ټولګټو چارو، د ولايت مقام د بشري سرچينو، مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ او د سوداګرۍ د خونو رييسان او د المپيک او د مستوفيت د عوايدو امران هغه لوړ رتبه دولتي چارواکي دي چې له ۱۰ کلونو نيولې بيا تر ۱۷ کلونو پر همدې چوکيو پاتې دي.

همدارنګه د اقتصاد، د افغاني سرې مياشتې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، اطلاعاتو او فرهنګ او د ولايت مقام سکتوري رييسان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې ولايتي مسوول او د مرکزي احصايې او د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امران له ۷ څخه بيا تر ۹ کلونو پورې د يادو ادارو مشري پر غاړه لري.

قومي مشر او مدني فعال حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل، ډېر داسې رييسان پېژني چې پنځلس کاله کېږي د يوې دولتي ادارې مشر پاتې شوی خو کارونه يې له هېڅ سره برابر دي.

نوموړي پر دغو دولتي چارواکو د بې کفايتۍ تور ولګاوو او ويې ويل چې يواځېنۍ موخه يې د اداري فساد په ترڅ کې د جېبونو ډکول او همدارنګه نورې شخصي ګټې په نظر کې نيولې دي.

نوموړي وويل: ((له قانون څخه سرغړونه او د ګومارنې په پروسه کې د شفافيت نه شتون د دې ستونزې لوی لامل دی. تر هغه چې د افغانستان نافذه قوانين په بشپړ ډول عملي نه شي او د روابطو پر ځای ضوابطو ته لومړيتوب ورنه کړل شي، دا ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي.))

حاجي جمال تڼي همدارنګه وويل چې دغه کسان په مرکز کې له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره پخې اړيکې لري او د هغوی په ملاتړ پر دندو ګومارل شوي، نو ځکه يې څوک له دندې د لرې کولو وس نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((له دغو کسانو سره د ولسي جرګې د ځينو غړو په ګډوند د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو ملاتړ موجود دی، همدا لامل دی چې د والي په ګډون نور کسان ترې په څنګ تېرېږي.))

يو بل مدني فعال نصيراحمد روښان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې ياد کسان د مادي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره دندې ترسره کوي او د خوست د خلکو لپاره هېڅ ګټور نه دي ثابت شوي.

نوموړي زياته کړه چې د ځينو رييسانو تر څنګ ۱۴ کاله کېږي چې يو شمېر ولسوالان هم د دې پر ځای چې له دندې ګوښه او پر ځای يې بل وړ کس وګومارل شي، له يوې ولسوالۍ بلې ته تبدېلېږي.

login or register a new account.

Related Topics