خوست ښار (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٤): د خوست ولايت ځيني مدني فعالان او دولتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ګڼ رياستونه او امريتونه د شخصي ګټو پر بنسټ ميراثي شوي.
په دولتي ادارو کې د چارواکو او نورو مامورينو بدلون د دولتي حاکميت اصل بلل کېږي چې موخه يې د ښې حکومتولۍ رامنځته کول، د اداري فساد مخنيوی او خلکو ته د وړ خدمتونو وړاندې کول دي.
خو د کره معلوماتو له مخې، په خوست ولايت کې داسې ګڼ دولتي چارواکي شته چې پر يوه چوکۍ تر يوې لسيزې زيات پاتې شوي، خو مدني فعالان وايي چې هېڅ د پام وړ کارونه يې نه دي کړي.
معلومات ښيي چې د ولايت مقام مالي او اداري رييس، د حج او اوقافو، ټولګټو چارو، د ولايت مقام د بشري سرچينو، مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ او د سوداګرۍ د خونو رييسان او د المپيک او د مستوفيت د عوايدو امران هغه لوړ رتبه دولتي چارواکي دي چې له ۱۰ کلونو نيولې بيا تر ۱۷ کلونو پر همدې چوکيو پاتې دي.
همدارنګه د اقتصاد، د افغاني سرې مياشتې، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، اطلاعاتو او فرهنګ او د ولايت مقام سکتوري رييسان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې ولايتي مسوول او د مرکزي احصايې او د خوست د امنيې قوماندانۍ د امنيت امران له ۷ څخه بيا تر ۹ کلونو پورې د يادو ادارو مشري پر غاړه لري.
قومي مشر او مدني فعال حاجي جمال تڼي پژواک اژانس ته وويل، ډېر داسې رييسان پېژني چې پنځلس کاله کېږي د يوې دولتي ادارې مشر پاتې شوی خو کارونه يې له هېڅ سره برابر دي.
نوموړي پر دغو دولتي چارواکو د بې کفايتۍ تور ولګاوو او ويې ويل چې يواځېنۍ موخه يې د اداري فساد په ترڅ کې د جېبونو ډکول او همدارنګه نورې شخصي ګټې په نظر کې نيولې دي.
نوموړي وويل: ((له قانون څخه سرغړونه او د ګومارنې په پروسه کې د شفافيت نه شتون د دې ستونزې لوی لامل دی. تر هغه چې د افغانستان نافذه قوانين په بشپړ ډول عملي نه شي او د روابطو پر ځای ضوابطو ته لومړيتوب ورنه کړل شي، دا ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي.))
حاجي جمال تڼي همدارنګه وويل چې دغه کسان په مرکز کې له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره پخې اړيکې لري او د هغوی په ملاتړ پر دندو ګومارل شوي، نو ځکه يې څوک له دندې د لرې کولو وس نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((له دغو کسانو سره د ولسي جرګې د ځينو غړو په ګډوند د يو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو ملاتړ موجود دی، همدا لامل دی چې د والي په ګډون نور کسان ترې په څنګ تېرېږي.))
يو بل مدني فعال نصيراحمد روښان له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې ياد کسان د مادي امکاناتو د ترلاسه کولو لپاره دندې ترسره کوي او د خوست د خلکو لپاره هېڅ ګټور نه دي ثابت شوي.
نوموړي زياته کړه چې د ځينو رييسانو تر څنګ ۱۴ کاله کېږي چې يو شمېر ولسوالان هم د دې پر ځای چې له دندې ګوښه او پر ځای يې بل وړ کس وګومارل شي، له يوې ولسوالۍ بلې ته تبدېلېږي.
هغه په دولتي ادارو کې د پراخ اداري فساد شتون، د سياسي ګوندونو او د شخصي اړيکو پالل هغه لاملونه ياد کړل چې له مخې يې دغه کسان تر دې دمه پر خپلو څوکيو پاتې دي.
روښان وويل: ((په حکومت کې فساد، شخصي مناسبات عمده لاملونه دي. که دا نه وي، نو بيا هغه څوک چې لازم خدمت نه شي کولای، څنګه ۱۰ يا ۱۵ کاله د يوې ادارې مشر پاتې کېږي؟))
د ښې حکومتولۍ په برخه کې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلي کول او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې د کارکوونکو له لوري د مامورينو په ګومارنه کې شفافيت هغه څه دي چې مدني فعال نصيراحمد روښان يې د يادې ستونزې د هواري لار بولي.
د خوست د ولايتي شورا رييس عبدالولي واحدزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې د اوږدمهال لپاره د رييسانو پاتې کېدل، هغه څه وبلل چې دولتي حاکميت يې تر پوښتنې لاندې راوستلی.
هغه وويل چې درې، څلور او حتی پنځه واليان دغه ولايت ته راغلي او بيا تللي دي، خو زياتره رييسانو پرته له کومې تبديلۍ پر خپلو دندو ارام او بې غمه اړولي دي.
عبدالولي واحدزي له مرکزي دولته وغوښتل چې د دغه ولايت په ادارو کې د بنسټيزو اصلاحاتو د راوستو لپاره وړ کسان پرته له کومې شخصي اړيکې پر لوړو او دغه راز ټيټو پوستونو باندې وګوماري.
د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ د ولايتي ادارې په استازيتوب وويل، ولايتي اداره پلان لري، ټول هغه لوړ رتبه مامورين چې کارونه يې خلکو ته د قناعت وړ نه دي، له دندو لرې او پر ځای يې وړ کسان وګومارل شي.
مبارز ځدراڼ وويل: ((دا رښتيا ده چې ګڼ شمېر رييسان اته کاله، لس کاله، دوولس کاله او يا تر دې زيات پر يوه چوکۍ پاتې شوي، خو خدمات يې چندان نه محسوسېږي. ولايتي اداره کار اهل کار ته د سپارلو په برخه کې کلک هوډ لري.))
د والي وياند همداراز وويل چې ځيني کسان په کابل کې د رييسانو په ګومارنه کې د اړوند ادارو پر چارواکو فشار راوړي، خو مبارز ځدراڼ په دې برخه کې د چا نوم وانه خيست.
نوموړي زياته کړه: ((ځيني کسان د خپلو شخصي موخو لپاره د خوست په ادارو کې خپل کسان ګوماري، خو په اصل کې کاري وړتيا نه لري.))
مبارزمحمد ځدراڼ زياته کړه، ولايتي اداره ژمنه ده چې د اصلاحاتو په برخه کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي او د يوې جدي اړتيا په توګه به په ډېری دولتي ادارو کې بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










