خوست (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): په خوست ولايت کې د نرسنګ او قابله ګۍ مرکز ته د جذب په موخه له لسګونو لوستو نجونو ازموينه واخيستل شوه.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد انور پژواک ژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو لپاره نجونې روزل کېږي.
هغه وويل چې په ياد پروګرام کې ۴۸ نجونې چې له دوولسم ټولګې فارغې دي، د نرس او قابله ګۍ په برخو کې د دوو کلونو په موده کې په مسلکي ډول روزل کېږي.
ډاکتر محمد انور له شاوخوا ۲۵۰ نجونو د ازموينې اخيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د قابله ګۍ د زده کړو پروګرام ته به تر ازموينې وروسته ۲۴ نجونې ور وپېژني.
هغه زياته کړه: ((دا پروګرام د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې له لوري تطبيقېږي، خو د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې ترسره کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې د يادې موسسې له لوري د نجونو د روزنې لپاره يې هغوی ته د ليليې، ترانسپورت او ځينې نورې اسانتياوې هم په پام کې نيولې دي.
هغه وويل چې که په خوست کې د دغه دوه کلن پروګرام پايله مثبته راووځي، ناروې هېواد غواړي چې په دغه ولايت کې په يادو دوو برخو کې د نجونو روزلو ته دوام ورکړي.
ده زياته کړه: ((موږ باور لرو چې د نرس او قابله ګانو په روزنې سره په ولسواليو کې به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شي او د ښځينه ناروغانو لپاره به اسانتياوې رامنځته شي.))
د خوست د ولايتي شورا وکيلې نعت بي بي پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم په تېرو څو کلونو کې يو شمېر قابله ګانې روزل شوې، خو د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې کار ته زړه نه ښه کوي.
login or register a new account.