منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۸ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د نرسنګ او قابله ګۍ زده کړو لپاره لسګونو نجونو ازموینه ورکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۶ کتنې

خوست (پژواک، ٢٤ کب ٩٤): په خوست ولايت کې د نرسنګ او قابله ګۍ مرکز ته د جذب په موخه له لسګونو لوستو نجونو ازموينه واخيستل شوه.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمد انور پژواک ژانس ته وويل چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو لپاره نجونې روزل کېږي.

هغه وويل چې په ياد پروګرام کې ۴۸ نجونې چې له دوولسم ټولګې فارغې دي، د نرس او قابله ګۍ په برخو کې د دوو کلونو په موده کې په مسلکي ډول روزل کېږي.

ډاکتر محمد انور له شاوخوا ۲۵۰ نجونو د ازموينې اخيستنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې د قابله ګۍ د زده کړو پروګرام ته به تر ازموينې وروسته ۲۴ نجونې ور وپېژني.

هغه زياته کړه: ((دا پروګرام د روغتيا د پرمختګ او ادارې موسسې له لوري تطبيقېږي، خو د عامې روغتيا رياست په چوکاټ کې ترسره کېږي.))

نوموړي زياته کړه چې د يادې موسسې له لوري د نجونو د روزنې لپاره يې هغوی ته د ليليې، ترانسپورت او ځينې نورې اسانتياوې هم په پام کې نيولې دي.

هغه وويل چې که په خوست کې د دغه دوه کلن پروګرام پايله مثبته راووځي، ناروې هېواد غواړي چې په دغه ولايت کې په يادو دوو برخو کې د نجونو روزلو ته دوام ورکړي.

ده زياته کړه: ((موږ باور لرو چې د نرس او قابله ګانو په روزنې سره په ولسواليو کې به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه شي او د ښځينه ناروغانو لپاره به اسانتياوې رامنځته شي.))

د خوست د ولايتي شورا وکيلې نعت بي بي پژواک اژانس ته وويل چې که څه هم په تېرو څو کلونو کې يو شمېر قابله ګانې روزل شوې، خو د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې کار ته زړه نه ښه کوي.

هغې زياته کړه، دغه کار د دې لامل شوی چې ولادي او نسايي ناروغانو ته پر خپل وخت درملنه نه رسېږي او خلک اړ دي چې خپل ناروغان ولايتي ملکي روغتون او يا د بې سرحده ډاکترانو زېږنتون ته ورسوي.

نعت بي بي وويل: ((زموږ ډېرې خويندې او ميندې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. که په خپله ولسوالۍ کې اسانتيا ولري، نو د مور او ماشوم په مړينه کې به زيات کموالی راشي.))

هغې د خوست د عامې روغتيا رياست له مسوولينو په کلکه وغوښتل چې روزل شوو نجونو ته په ولسواليو کې د کار زمينه برابره کړي او د ښځينه روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دې پر دندو وګوماري.

د خوست د مندوزيو ولسوالۍ د حسن زيو سیمې یوې اوسېدونکې چې په ياده ازموينه کې يې ګډون کړی و، له پژواک اژانس سره په خبرو کې نرس او قابله ګانې د ټولنې مهمه اړتيا وبلله.

هغې وویل: ((انشاالله چې د نرس او قابله ګانو په ډېرېدو سره په کليو او لرو پرتو سيمو کې ښځو ته روغتيايي اسانتياوې زياتېږي. په دې سره به د مور او ماشوم مړينه هم راټيټه شي.))

د خوست د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي چې د نرس او قابله ګۍ په برخو کې روزل کېدونکو نجونو لپاره يې دا شرط تړلی چې تر روزنې وروسته به په ولسواليو کې کار کوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا