هرات ښار(پژواک،٢غبرګولى٩٥): د هرات ولايت د مقام ودانۍ ته څېرمه چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون ٧ تنه ټپيان شول.
د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د غبرګولي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د ولايت د مقام ودانۍ ته څېرمه چاودنه وشوه.
هغه وايي چې دغه چاودنه د يوې ځاى پرځاى شوې سرګلولې د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د اړوندې موضوع په اړه د هرات د حوزي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي پژواک ته وويل چې له دې چاودنې څخه روغتون ته تر اوسه ٧ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه وايي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان او يو ترافيک هم شامل دي.
د پېښې يوې عينې شاهدې طاهرې عليزاده پژواک ته وويل: (( کله چې چاودنه وشوه زه د ولايت د مقام مخې ته راغلم، پوليسو يو زرنج موټرسايکل نيولى و په زرنج کې د راکټ مرمې وې او دغه چاودنه هم د همدې مرميو له امله رامنځته شوې، ځکه يوه بله مرمې د ولايت د مقام په ديوال لګېدلې ده.))
خو د هرات د والي وياند بيا دغه څرګندونې رد کړې.
د دغې چاودنې په اړه تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن