Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د حزب‌الله په برید کې څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي او ۶۱ نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۳): حزب‌الله ویلي، د اسرائیلو په شمالي ښار بنیامینا کې یې د اسرائیلو پر یو پوځي کمپ د بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی چې له امله یې څلور اسرائيلي پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

الجزیرې د دغو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې د ټپیانو له ډلې د اوو کسانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

بي‌بي‌سي بیا لیکلي په دغه برید کې - چې د یکشنبې په ماښام وشو ـ لږ تر لږه ۶۱ اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي.

په راپور کې راغلي، د اسرائيلو پوځ هم د څلورو کسانو وژل کېدل تائید کړي او ويلي يې دي چې د درېيو ټپيانو حالت نازک دی او د ۱۸ نورو ټپیانو حالت متوسط حالت کې دی.

سرچینه ليکلي: «که څه هم د دغه بريد په اړه لا ډېر جزیيات نه دي په ډاګه شوي خو داسې ښکاري چې برید داسې مهال شوی چې عسکر په خوړنځای کې وو. په ټولنيزو رسنيو خپرو شوو عکسونو کې خالي خوړنځای چې په چت کې يې لوی سوری شوی ليدل کېږي.»

حزب‌الله ويلي چې دا برید يې د اسرائیلو د بریدونو په غچ کې کړی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت اړوند د روغتیا عمومي بېړنیو عملیاتو مرکز ویلي، د تېرې شبنې په ورځ، د اسرائیلو په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۴۴ نور ټپیان شوي وو.

یاد مرکز ویلي، د ټولو وژل شوو کسانو شمېر ۲۲۵۵ ته لوړ شوی او نژدې ۱۰۵۲۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.