تالقان (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): په تخار او کندوز ولايتونو کې د وروستيو نا امنيو له امله د زرو په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي.
د تخار د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستیو جګړو له امله د کندوز له دشت ارچي او قلعه زال او د تخار له رستاق، خواجه غار او فرخار ولسوالیو څخه څه باندې زر کورنۍ بېځایه شوې دي.
زنده وايي: ((د دغو بېځایه شوو کورنیو کره شمېر نه دی مالوم خو موږ درې ډلې سیمې ته استولې دي چې ارزونه یې وکړي، زموږ لومړنۍ موندنې ښيي چې تر اوسه له زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.))
نوموړی وايي چې دغه کورنۍ د تخار د مرکز تالقانو په ګډون په دشت کلا، بهارک او یو شمېر نورو سیمو مېشتې شوې دي.
د هغه په وينا، تر اوسه د دشت کلا ولسوالۍ د بېځایه شوو کورنیو پنډغالي ته یې د څښلو اوبه او یوه روغتیايي ډله استولې ده.
په ورته وخت کې بیا د تخار د کډوالو چارو ادارې مشر سید مرتضی همدرد پژواک ته وويل چې دوی اوس مهال د بېځایه شوو کورنیو په موندلو او د هغوی په ارزونې بوخت دي.
همدرد وايي چې د ترسره شوو غونډو په پایله کې یو شمېر بنسټونو بېځایه شوو کورنیو ته د مرستو اعلان کړی چې له ارزونو وروسته به ورته ورسول شي.
نوموړی وايي: ((د تخار د کډوالو چارو ریاست، له پېښو سره د مبارزې ریاست او په دغه ولایت کې د شته مرستندویه بنسټونو په ګډون مو غونډه درلوده چې له ډلې څخه یې اکټیډ، ډي ار ټي او ډبلیو اېف پي بنسټونو د مرستې چمتووالي اعلان وکړ.))
د هغه په خبره چې له رستاق ولسوالۍ څخه ۵۰ او له فرخار ولسوالۍ څخه ۲۴ کورنۍ د نا مسووله وسله والو د زورونو له امله بې ځایه شوي دي.
د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکی سیف الدین پژواک ته وويل چې د نا امنو له امله له خپلې کورنۍ سره مرکز تالقانو ته راغلى دى.
ده وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنیو په زياتېدو سره یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.
سیف الدین وايي، د یادې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د جګړې ډګر شوي او عادي ژوند په کې له سختو خطرونو سره مخ شوی دی.
login or register a new account.