منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۶ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندوز او تخار کې د نا امنيو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۶ کتنې

تالقان (پژواک، ٧ زمرى ٩٥): په تخار او کندوز ولايتونو کې د وروستيو نا امنيو له امله د زرو په شاوخوا کې کورنۍ بېځايه شوې دي.

د تخار د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالرزاق زنده د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستیو جګړو له امله د کندوز له دشت ارچي او قلعه زال او د تخار له رستاق، خواجه غار او فرخار ولسوالیو څخه څه باندې زر کورنۍ بېځایه شوې دي.

زنده وايي: ((د دغو بېځایه شوو کورنیو کره شمېر نه دی مالوم خو موږ درې ډلې سیمې ته استولې دي چې ارزونه یې وکړي، زموږ لومړنۍ موندنې ښيي چې تر اوسه له زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې دي.))

نوموړی وايي چې دغه کورنۍ د تخار د مرکز تالقانو په ګډون په دشت کلا، بهارک او یو شمېر نورو سیمو مېشتې شوې دي.

د هغه په وينا، تر اوسه د دشت کلا ولسوالۍ د بېځایه شوو کورنیو پنډغالي ته یې د څښلو اوبه او یوه روغتیايي ډله استولې ده.

په ورته وخت کې بیا د تخار د کډوالو چارو ادارې مشر سید مرتضی همدرد پژواک ته وويل چې دوی اوس مهال د بېځایه شوو کورنیو په موندلو او د هغوی په ارزونې بوخت دي.

همدرد وايي چې د ترسره شوو غونډو په پایله کې یو شمېر بنسټونو بېځایه شوو کورنیو ته د مرستو اعلان کړی چې له ارزونو وروسته به ورته ورسول شي.

نوموړی وايي: ((د تخار د کډوالو چارو ریاست، له پېښو سره د مبارزې ریاست او په دغه ولایت کې د شته مرستندویه بنسټونو په ګډون مو غونډه درلوده چې له ډلې څخه یې اکټیډ، ډي ار ټي او ډبلیو اېف پي بنسټونو د مرستې چمتووالي اعلان وکړ.))

د هغه په خبره چې له رستاق ولسوالۍ څخه ۵۰ او له فرخار ولسوالۍ څخه ۲۴ کورنۍ د نا مسووله وسله والو د زورونو له امله بې ځایه شوي دي.

د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکی سیف الدین پژواک ته وويل چې د نا امنو له امله له خپلې کورنۍ سره مرکز تالقانو ته راغلى دى.

ده وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنیو په زياتېدو سره یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

سیف الدین وايي، د یادې ولسوالۍ یو شمېر سیمې د جګړې ډګر شوي او عادي ژوند په کې له سختو خطرونو سره مخ شوی دی.

نوموړی وایي: ((د تخار په رستاق او فرخار ولسوالیو کې خلک د نا مسووله وسله والو له ظلمه بیځایه شوي دي او له نورو ولسوالیو څخه د طالبانو له امله، دولت باید هم د طالبانو په وړاندې جدي مبارزه وکړي او هم د نا مسووله وسله والو سره، ځکه چې د نا مسووله وسله والو خطر له طالبان او ترهګرو کم نه دی.))

دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونه د تخار په درقد، ینګي کلا، خواجه غار او اشکمش ولسوالیو کې وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې په دغو ولسوالیو کې هم په لسګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي؛ خو د کډوالو ادارې چارواکي وايي چې په دې اړه یې پلټنې روانې کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه