کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د ملي امنيت سلاکار ايران ته د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوږدو کې د امنيت د ټينګښت په موخه سفر کړى دى.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ايران د ملي امنیت شورا مشر علی شمخاني د رسمي بلنې پربنسټ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، نن هغه هېواد ته د یوه دوه ورځني رسمي سفر لپاره تللی دی.
سرچينه کاږي، د ملي امنیت سلاکار د دې سفر په ترڅ کې له خپل ایراني سیال علي شمخاني او د بهرنیو او کورنیو چارو له وزیرانو سره دوه اړخیزې ليدنې لري.
سرچينه زياتوي، په دې ليدنو کې د ترهګرۍ ضد مشترکې مبارزې، د نشه یی توکو د کښت تولید او قاچاق مخنیوي مشترکو هڅو او د افغانستان او ایران د ګډې پولې په اوږدو کې د امنیت د تامینولو په اړه خبرې کېږي.
د خبرپاڼې په حواله، د دې سفر هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ د ګواښونو د له منځه وړلو او د افغانستان او ایران ګډې پولې په اوږدو کې د امنیت د ټينګښت لپاره د تګلارو او پالیسیو په کچه همغږي او نږدېوالی رامنځته کول دي.
د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر کابو دوه اوونۍ وړاندې د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ روسيې ته د دې هېواد د همکاريو د جلبولو لپاره هم تللى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن