کندهار (پژواک، ٢۴ وږى ٩٥): د کندهار معلولين وايي، کلونه وړاندې ورسره د استوګنې د زرو نومرو ځمکو د ورکړې ژمنه شوې وه خو تر اوسه ورکول شوي نه دي.
دوى نيوکه کوي چې حکومت يې ستونزو ته پام نه کوي او له پامه غورځول شوي دي.
په کندهار کې د مېشتو معلولينو له ډلې د قدرت الله په نوم يو معلول چې کلونه وړاندې يې د ماين په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، اته کاله وړاندې د دغه ولايت يو شمېر معلولين کابل ته تللي وو او د هغه مهال له ولسمشر حامد کرزي سره يې خپلې ستونزې شريکې کړې وې.
هغه زياته کړه، د دې ليدنې په لړ کې حامد کرزي له کندهار مېشتو معلولينو سره د استوګنې لپاره د زرو نومرو ځمکو د ورکولو ژمنه کړې وه او په دې اړه يې فرمان هم ورکړى و.
خو قدرت الله وايي چې نه هغه مهال دغه ژمنه عملي شوه او نه يې اوس څوک د عملي کولو لپاره اقدام کوي.
د ده په خبره، د سرپناه نشتوالى د معلولينو جدي ستونزه ده، ګڼ شمېر معلولين په خرابو او داسې کرايي کورونو کې اوسي چې ژوند کول په کې ستونزمن دي.
دى وايي، معلولين د خپل معلوليت له امله د دې جوګه نه دي چې په اسانۍ کار ورته وموندل شي او خپلې ستونزې حل کړاى شي، د ټولنې دغه ځپل شوى قشر د نورو لاسنيوي ته اړ دي.
د عبدالصمد په نوم يو بل معلول چې جګړې ورڅخه د بدن څو اندامونه اخيستي، دا مهال د زاړه ښار په يوه خرابه کرايي کور کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.
دى هم وايي چې معلولين د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ له بې کورۍ کړېږي او دا توان نه لري چې د کورونو کرايه ورکړاى شي.
نوموړي زياتوي، د ژمنه شوو ځمکو د ورکړې لپاره يې د ډېرو دولتي ادارو دروازې ټکولي، خو چا يې هم غږ نه دى اورېدلى.
نوموړي ګيله وکړه چې حکومت يې ستونزو ته پام نه کوه او دغه د لاسنيوي او مرستې وړ خلک يې هېر کړي دي.
ده اندېښنه وښودله چې له دوى سره مرسته شوې ځمکې نورو قبضه کړي او يا د قبضه کېدو په حال کې دي چې حکومت يې بايد مخنيوى وکړي او پر معلولينو يې د وېش زمينه برابره کړي.
login or register a new account.