منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار معلولين د سرپناه لپاره ځمکې غواړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٢۴ وږى ٩٥): د کندهار معلولين وايي، کلونه وړاندې ورسره د استوګنې د زرو نومرو ځمکو د ورکړې ژمنه شوې وه خو تر اوسه ورکول شوي نه دي.

دوى نيوکه کوي چې حکومت يې ستونزو ته پام نه کوي او له پامه غورځول شوي دي.

په کندهار کې د مېشتو معلولينو له ډلې د قدرت الله په نوم يو معلول چې کلونه وړاندې يې د ماين په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړې ده، پژواک خبري اژانس ته وويل، اته کاله وړاندې د دغه ولايت يو شمېر معلولين کابل ته تللي وو او د هغه مهال له ولسمشر حامد کرزي سره يې خپلې ستونزې شريکې کړې وې.

هغه زياته کړه، د دې ليدنې په لړ کې حامد کرزي له کندهار مېشتو معلولينو سره د استوګنې لپاره د زرو نومرو ځمکو د ورکولو ژمنه کړې وه او په دې اړه يې فرمان هم ورکړى و.

خو قدرت الله وايي چې نه هغه مهال دغه ژمنه عملي شوه او نه يې اوس څوک د عملي کولو لپاره اقدام کوي.

د ده په خبره، د سرپناه نشتوالى د معلولينو جدي ستونزه ده، ګڼ شمېر معلولين په خرابو او داسې کرايي کورونو کې اوسي چې ژوند کول په کې ستونزمن دي.

دى وايي، معلولين د خپل معلوليت له امله د دې جوګه نه دي چې په اسانۍ کار ورته وموندل شي او خپلې ستونزې حل کړاى شي، د ټولنې دغه ځپل شوى قشر د نورو لاسنيوي ته اړ دي.

د عبدالصمد په نوم يو بل معلول چې جګړې ورڅخه د بدن څو اندامونه اخيستي، دا مهال د زاړه ښار په يوه خرابه کرايي کور کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

دى هم وايي چې معلولين د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ له بې کورۍ کړېږي او دا توان نه لري چې د کورونو کرايه ورکړاى شي.

نوموړي زياتوي، د ژمنه شوو ځمکو د ورکړې لپاره يې د ډېرو دولتي ادارو دروازې ټکولي، خو چا يې هم غږ نه دى اورېدلى.

نوموړي ګيله وکړه چې حکومت يې ستونزو ته پام نه کوه او دغه د لاسنيوي او مرستې وړ خلک يې هېر کړي دي.

ده اندېښنه وښودله چې له دوى سره مرسته شوې ځمکې نورو قبضه کړي او يا د قبضه کېدو په حال کې دي چې حکومت يې بايد مخنيوى وکړي او پر معلولينو يې د وېش زمينه برابره کړي.

په کندهار کې د معلولينو د ټولنې مرستيال فيض الله عمر يار هم وايي چې حکومت د دوى په ستونزو ځان نه خبروي او له معلولينو سره د سرپناه د زرو نومرو د وېش فرمان يوازې د کاغذ پر مخ پاتې دى.

دى زياتوي، د معلولينو په استازيتوب د دې او نورو ستونزو د حل په موخه په وار وار اړوندو ادارو ته ورغلى، خو مسوول کسان ورسره نمايشي ناستې او ژمنې کوي، خو عملي اقدام نه دى شوى.

د ده په خبره، له هغه وخت راهيسې چې پخوانې ولسمشر حامد کرزي د کندهار معلولينو ته د زرو نومرو د وېش فرمان ورکړ شاوخوا اته کلونه کېږي، په دې موده کې هيچا هم هيڅ و نه کړل په کار ده اوسني چارواکي په دې اړه اقدام وکړي.

د کندهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د رياست اړوند د اداري او مالي څانګې مسوول حميد الله مبارز وايي په ١٣٨٨ لمريز کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان ورکړ چې له مخې به يې په کندهار کې معلولينو ته ١٠٠٠ د استوګنې نومرې ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، په فرمان کې په واضحو ټکو ليکل شوي وو چې معلولينو ته د کندهار ښار اړوند په دوو سيمو (د کندهار هوايي ډګر ته مخامخ او د زون قومندانۍ ختيځ لور) کې به زر نومرې ځمکې وېشل کېږي.

خو دى وايي چې نه هغه مهال دا فرمان عملي شو او نه يې اوس د عملي کېدو لپاره کوم اقدام شوى، بلکې په دغو سيمو کې ډېرې ځمکې قبضه شوې هم دي.

نوموړى يادونه کوي، که په دې اړه اوس اقدام وشي، ځمکې له قبضې خلاصې شي او پر معلولينو ووېشل شي نو تر ډېره بريده به د هغوى د سر پناه ستونزه هواره شي، ځکه ډېرى معلولين په ډېر بد حالت کې د ژوند سختې ورځې او شپې تېروي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په کندهار کې د معلولينو شمېر ډېر دى او زر نومرې ورته بسنه نه کوي، خو کېداى شي پر هغو ډېرو مستحقو کورنيو ووېشل شي چې د نورو په پرتله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

مبارز زياته کړه، د دوى له رياست سره شاوخوا ٨٠٠٠ معلولين ثبت دي چې د جګړو او ماينونو د چاودنو له امله يې خپل اندامونه له لاسه ورکړي چې د دغې شمېرې څلورمه برخه يې ښځې جوړوي.

د کندهار ښاروالۍ مرستيال محمد نسيم رضايي وايي، د معلولينو د ځمکو موضوع به له ولايتي ادارې سره شريکوي او د حل لار به ورته پيدا کوي.

نوموړي وويل، کله چې د ښاروالۍ له خوا د ځمکو د وېش لړۍ پيلوي، نو معلولين به لومړيتوب ولري او د هغوى حق به ور رسوي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې والي د يادې شوې موضوع په اړه څو ځلې له معلولينو سره کتلي او هغوى ورسره خپلې غوښتنې او ستونزې شريکې کړې دي.

ده زياته کړه، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د معلولينو له استازو سره ژمنه کړې چې ډېر ژر به يو صلاحيت لرونکى کمېسيون وټاکي چې د معلولينو دغه ستونزه حل او حقوق يې ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه