پل علم (پژواک، ۱۷ تله ۹۵): د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د حزب اسلامي يو پخوانى قوماندان چې اوس ښوونکی و، پر ډزو وژلى دى.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په ذقوم خېلو سيمه کې د حزب اسلامي پخوانى قوماندان غلام فاروق مشهور په صفى الله پر ډزو وژلى دى.
ولسوال وایي: ((غلام فاروق د ولایت په کچه د حزب اسلامي مشهور قوماندان و او په سیمه کې یې د خلکو په منځ پوره محبوبیت درلود او د احترام څښتن و چې د هېواد دښمنانو پرته له کومې ګناه وواژه.))
امين وويل چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې خو تر اوسه يې څوک په تور نه دي نيول شوي.
د وژل شوي قوماندان د کورنۍ غړې محمد عبید اورمړ پژواک ته وویل چې قوماندان غلام فاروق له چا سره شخصي دښمني نه لرله او په وژلو کې یې د سیمې د وسله والو طالبانو لاس دی.
هغه وایي: ((دا د موږ لپاره ډېره دردوونکې پېښه ده، قوماندان صاحب د ښو اخلاقو خاوند و او د شورويانو له وتلو وروسته يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوله خو ظالمانو يې سپينې ږيرې ته هم ونه کتل او په بې رحمۍ يې مړ کړ.))
د هغه د معلوماتو له مخې، قوماندان غلام فاروق د ښوونې او روزنې په برخه کې د افرين په نوم يو بنسټ هم لري چې سلګونو زده کوونکو ته په کورنو کې زده کړې ورکوي.
د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب هم وويل چې په بره کي برک ولسوالۍ کې د غلام فاروق په نوم يو ښوونکي وژل شوى دى.
د عرب د معلوماتو له مخې، غلام فاروق د بره کي برک د قلعه کهنه منځني ښوونځي د ساينسي علوم استاد و.
هغه وايي چې دغه استاد ٦٤ کاله عمر درلود او ٣٠ کاله يې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړې وه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP